ملګرو ملتونو د جولای پر ۱۹مه په خپل راپور کې ويلی ول چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري له طالبانو سره نېږدې او پیاوړې اړیکې لري، خو طالبانو دا خبره رد کړې وه.
دغه امریکایي چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط د الظواهري د وژل کېدو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي ویلي، الظواهري له څو میاشتو راهیسې د امریکا تر څار لاندې و او د هغه د وژلو عملیات په تېرو دوو میاشتو کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره په همغږۍ پلان شوي وو.
د پاکستان حکومت تر دې مخکې هم په بیا بیا ټینګار کړی دی چې پر ټولو لارو د خلکو د تګ راتګ اسانولو هڅې کوي او زیاتوي چې محدودیتونه یې د امنیت ټینګښت په موخه لګولي دي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په شیرپور کې پر کور راکټ لګېدلی دی. بلخوا یوشمېر عیني شاهدان او د سیمې اوسېدونکي د کابل ښار په بله سیمه دهمزنګ په څلورلاره کې هم د یوې چاودنې خبره کوي.
د روغتون مشر ډاکټر مطیع الله همدرد وايي، سره له دې چې د دوی هسپتال یو سل پنځوس بستریز هغه ته لوړ شوی، خو تشکیل او امکانات يې نه دي ډېر شوي.
د افغانستان لپاره د سوېډن کمیټې یو موټریز کاروان او د هغوی یو شمېر کارکوونکي د پکتیکا په لارو او کوڅو کې ګرځي او له کورنیو غواړي چې خپلې نجونې او هلکان د هېواد او خلکو د ښه راتلونکې لپاره ښوونځیو ته ولېږي.
انالینا بیربوک په دې مرکه کې وویل، جرمني په افغانستان کې د وضعیت تر ترینګلتیا وروسته د افغانانو په لاسنیوي کې مهم نقش لوبولی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون (د جولای پر ۲۵مه) خپور شو ویلي، امریکايي پلاوی په دې غونډه کې له دې هدف سره ګډون کوي چې د افغانستان له خلکو څخه د واشنګټن پر بې درېغه ملاتړ ټینګار وکړي
مفتي تقي عثماني تیره ورځ (د جولای په ۲۵مه) پر خپله ټویټر پاڼه لیکلې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په دعوت په ښه نیت د علماوو د ډلې سره کابل ته رسېدلی دی او هلته یې د ځینو افغان حکومتي مشرانو سره پر امدادي کار، تعلیم، او اسلامي اقتصاد خبرې پیل کړې دي
په افغانستان کې د ۲۰۲۲م کال له پیل راهیسې د پولیو یوه مثبته پېښه په پکتیا ولایت کې ثبت شوې او تېر کال په دې هېواد کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته