مهدي مجاهد د طالبانو په لیکو کې یوازینی هزاره قوماندان و چې په وروستیو کې یې خپله لار له طالبانو جلا کړه.
د امریکا متحدو ایالتونو ویلي چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د درې نیم ملیارد ډالرو د خوشې کولو لپاره کوم پروګرام نهلري.
متحده ایالات په ښکاره دا خبره په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته کوي.
بلخوا په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندويه ماموریت (یوناما) د طالبانو د واک ته رسېدو يو کال پوره کېدو سره هممهاله ويلي، که بدلون رانه وړل شي، وضعیت ښايي لا خراب شي.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو ویاندې نبیلا مسرالي د اګست پر ۱۴مه په یوه بیان کې وویل چې د نسلي او مذهبي ډلو او په ځانګړې توګه د هزاره او شیعه ګانو په ګډون خلک له اقتصادي، ټولنیزو، کلتوري، مدني او سیاسي حقونو په برخه کې له اداري او سیسټمېټکي سرغړونو سره مخامخ دي.
د طالبانو حکومت د کورنیوچارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د ډزو خبرونه رد کړي، البته ویلي یې دي چې د ښځو مظاهره "غیرقانوني" وه.
د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې په راپور کې د دې کمېټې د مشرې جودي ګینزبرګ له قوله ویل شوي چې د رسنیو د ځپلو لپاره د طالبانو اقداماتو ناوړه اغېز لرلی دی.
شیخ رحیم الله حقاني د ننګرهار اوسېدونکی وو چې د طالبانو مهم پلوی او د حنفي مذهب مشهور عالم بلل کېده.
غني له افغان خپرندوی شبکې (اې بي اېن) سره په یوه ځانګړې مرکه کې، چې د اګست ۱۰مې پر ماښام خپره شوه، دعوه وکړه چې د ده له کابله تر وتلو مخکې د "جمهوریت د سقوط" پر سر معاملې شوې وې خو د خپلې دې دعوې د ثابتولو لپاره یې شواهد ور نه کړل.
دا په داسې حال کې ده چې امریکايي ولسمشر جو بایډن د اګست پر لومړۍ نېټه ناوخته اعلان وکړ چې د جولای پر ۳۱مه یې په ډرون برید کې د القاعدې مشر وژلی دی او طالبان له القاعدې ډلې سره پر اړیکو پاللو تورن شول.
د ډاکټرانو په وینا، کولرا شدید، منځني او خفیف ډولونه لري او که پر وخت یې درملنه و نه شي، د مرګ لامل کېدای شي. د دوی په وینا، په کولرا په هغو ځایونو کې زیات خلک اخته کېږي چې اوبه يې ناپاکې او ککړتیا پکې ډېره وي.
د ناروې د بهرنیو چارو په وزارت کې د دولت وزیر ایوینډ واډ پیټرسن ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو کړنو دوی "مایوسه" کړي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته