د پاکستان حکومت تر دې مخکې هم په بیا بیا ټینګار کړی دی چې پر ټولو لارو د خلکو د تګ راتګ اسانولو هڅې کوي او زیاتوي چې محدودیتونه یې د امنیت ټینګښت په موخه لګولي دي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په شیرپور کې پر کور راکټ لګېدلی دی. بلخوا یوشمېر عیني شاهدان او د سیمې اوسېدونکي د کابل ښار په بله سیمه دهمزنګ په څلورلاره کې هم د یوې چاودنې خبره کوي.
د روغتون مشر ډاکټر مطیع الله همدرد وايي، سره له دې چې د دوی هسپتال یو سل پنځوس بستریز هغه ته لوړ شوی، خو تشکیل او امکانات يې نه دي ډېر شوي.
د افغانستان لپاره د سوېډن کمیټې یو موټریز کاروان او د هغوی یو شمېر کارکوونکي د پکتیکا په لارو او کوڅو کې ګرځي او له کورنیو غواړي چې خپلې نجونې او هلکان د هېواد او خلکو د ښه راتلونکې لپاره ښوونځیو ته ولېږي.
انالینا بیربوک په دې مرکه کې وویل، جرمني په افغانستان کې د وضعیت تر ترینګلتیا وروسته د افغانانو په لاسنیوي کې مهم نقش لوبولی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون (د جولای پر ۲۵مه) خپور شو ویلي، امریکايي پلاوی په دې غونډه کې له دې هدف سره ګډون کوي چې د افغانستان له خلکو څخه د واشنګټن پر بې درېغه ملاتړ ټینګار وکړي
مفتي تقي عثماني تیره ورځ (د جولای په ۲۵مه) پر خپله ټویټر پاڼه لیکلې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په دعوت په ښه نیت د علماوو د ډلې سره کابل ته رسېدلی دی او هلته یې د ځینو افغان حکومتي مشرانو سره پر امدادي کار، تعلیم، او اسلامي اقتصاد خبرې پیل کړې دي
په افغانستان کې د ۲۰۲۲م کال له پیل راهیسې د پولیو یوه مثبته پېښه په پکتیا ولایت کې ثبت شوې او تېر کال په دې هېواد کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
د افغانستان نږدې ټول مرکزي، ختیځ او جنوبي ولایتونه په دې وروستیو کې سختو سېلابونو ځپلي چې له امله یې لسګونه کسان مړه او ټپيان شوي دي.
ملګري ملتونه غواړي، چې له راروان ژمي نه مخکې په پکتیکا او خوست کې د زلزله ځپلو د ۲,۰۰۰ کورونو د بیارغونې په برخه کې مرسته وکړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته