د خوست د سپیرې او د پکتیکا د برمل او ګیانې ولسوالیو د زلزلې زیانمن او ټپیان غوښتنه کوي چې د ژوند په ټولو برخو کې دې، ورسره بیړنۍ مرستې وشي.
طالبان وايي، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعلیم بحالۍ لپاره یې یوه کمېسیون کار ته دوام ورکړی او همداراز، دریځ لري چې د "شریعت په چوکاټ" کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي، خو دا چوکاټ یې نه دی تشریح کړی.
حقاني وویل، "د وروستۍ زلزلې او سېلاوونو له امله د تلفاتو کوم وروستي ارقام چې موږ ترلاسه کړي او البته هغه هم نهایي نه دي، ۱،۰۱۴ زموږ هېوادوال شهیدان شوي دي او شاوخوا ۷۴۹ تنه نور زخمیان لرو."
د طالبانو د حکومت د بیړنیو پېښو پروړاندې د مبارزې وزارت چارواکو د جون پر ۲۳مه وویل، د ایران تر څنګ له پاکستانه هم د تورخم او غلام خان له لارې په ۱۲ لویو لاریو کې د مرستو اړین توکي وررسېدلي دي.
د افغانستان په تر ټولو سخت ځپل شویو دوو ولایتونو پکتیکا او خوست کې د جون پر ۲۲مه ډله ییز قبرونه کیندل کېدل او جنازې روانې وې.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د جون پر ۲۲مه ناوخته وویل، د افغانستان د سرې میاشت ټولنې او د نورو خیریه موسسو په ملاتړ یې خپل رضاکاران چمتو کړي چې په ناورین کې له زیانمنو سره مرسته وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سېکرټر مرستیال ځانګړي استازي او د بشري مرستو همغږوونکي د جون پر ۲۲مه شپې ناوخته وویل، باور لري چې په زلزله کې شاوخوا ۲،۰۰۰ کورونه نړېدلي وي.
زلزله د جون پر ۲۲مه شپې شاوخوا یوه نیمه بجه راغله چې د امریکا د ځمکپوهنې ادارې په وینا پر رېښتر پیمانه یې شدت ۵،۹ وو او مرکز یې له خوسته ۴۶ کېلومیټره لیرې جنوب غرب لوري ته وو.
د کمیسارۍ مرستیال عبدالوکیل عزام وايي، د پاکستان لوري ورسره ژمنې کړي، خو تر اوسه يې د اوښتونکو ناروغانو شمېر نه دی ډېر کړی.
په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، په ژوبلو کې پینځه طالبان هم شامل دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته