اعتراض کوونکي وايي، دوی به پرلت هغه وخت پای ته ورسوي، چې د پاکستان د حکومت له خوا په خوست کې د پاتو وزیرستانیو کډوالو د بیرته ستنولو په باب مثبت ځواب ترلاسه کړي.
په همدې تړاو په ننګرهار کې د کرېکټ بورډ مسوولینو په بلنه د کرېکټ مینه وال د لوبغاړو د هرکلي لپاره د جون په ۱۸ مه نيټه پښتونستان واټ ته وربللي وو او د کرېکټ لوبغاړو ته يې په غاړو کې ګلونه واچول.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، برید نن سهار شپږ نیمې بجې د اهل هنودو ګردوارې ته د یو شمېر ناپېژنده وسلهوالو په ننوتو سره پیل شو. د دې وزارت د ویاند په خبره، وسلهوالو لومړی د لاسي بم برید وکړ چې له امله یې په درمسال کې اور ولګېد.
طالبان وايي، د نجونو تعلیم په اړه "له شریعت سره سمه" پرېکړه کوي او په دې لړ کې یې یو کمېسیون د تګلارې ټاکلو لپاره کار ته دوام ورکړی دی.
په کونړ او بدخشان کې د طالبانو رېنجر ګاډي د چاودنو ښکار شول. په بدخشان کې هم په ورته پېښه کې یو طالب وسله وال ټپي شوی. د کندوز په درېیمه ناحیه کې ملکي وګړي د چاودنې ښکار شول. په مزار شریف کې د مولانا جلال الدین بلخي نړیوال هوايي ډګر د کارکوونکو پر موټر وسله وال برید وشو.
داعش او طالبان دواړه سختدریځه اسلامي ډلې دي خو دواړه له يو بل سره سخت عقيدوي فکري اختلاف لري.
ملالې پرون (د جون پر لسمه) په سویډن کې د چاپیریال ساتنې په هدف د کمپاین په یوه غونډه کې رویټرز خبري اژانس ته وویل، د طالبانو مشران د نجونو د تعلیم د مخنیوي لپاره هره ورځ یوه نوې پلمه وړاندې کوي.
عبدالله په کابل هوايي ډګر کې رسنیو ته وویل، د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره له افغانستانه وتلی وو او خوښ دی چې بېرته خپله وطن ته راستنېږي.
د طالبانو حکومت دا رپورټ رد کړی او وايي، له هېچا سره زور زیاتی نه کوي. خو تر دې مخکې د پنجشېر د ځینو برخو اوسېدونکو له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي ول چې د مقاومت له جبهې سره د اړیکو په تور نیول شوي او ځورول شوي دي.
د خوست په کتاب بازار کې د ژوندون کتاب پلورنځي مسوول غلام رسول د جون پر اتمه نېټه مشال راډيو ته وویل، د خلکو د اقتصاد د خرابېدو له کبله د کتاب پېر او پلور ۷۰ فيصده اغېزمن شوی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته