په کونړ او بدخشان کې د طالبانو رېنجر ګاډي د چاودنو ښکار شول. په بدخشان کې هم په ورته پېښه کې یو طالب وسله وال ټپي شوی. د کندوز په درېیمه ناحیه کې ملکي وګړي د چاودنې ښکار شول. په مزار شریف کې د مولانا جلال الدین بلخي نړیوال هوايي ډګر د کارکوونکو پر موټر وسله وال برید وشو.
داعش او طالبان دواړه سختدریځه اسلامي ډلې دي خو دواړه له يو بل سره سخت عقيدوي فکري اختلاف لري.
ملالې پرون (د جون پر لسمه) په سویډن کې د چاپیریال ساتنې په هدف د کمپاین په یوه غونډه کې رویټرز خبري اژانس ته وویل، د طالبانو مشران د نجونو د تعلیم د مخنیوي لپاره هره ورځ یوه نوې پلمه وړاندې کوي.
عبدالله په کابل هوايي ډګر کې رسنیو ته وویل، د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره له افغانستانه وتلی وو او خوښ دی چې بېرته خپله وطن ته راستنېږي.
د طالبانو حکومت دا رپورټ رد کړی او وايي، له هېچا سره زور زیاتی نه کوي. خو تر دې مخکې د پنجشېر د ځینو برخو اوسېدونکو له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي ول چې د مقاومت له جبهې سره د اړیکو په تور نیول شوي او ځورول شوي دي.
د خوست په کتاب بازار کې د ژوندون کتاب پلورنځي مسوول غلام رسول د جون پر اتمه نېټه مشال راډيو ته وویل، د خلکو د اقتصاد د خرابېدو له کبله د کتاب پېر او پلور ۷۰ فيصده اغېزمن شوی دی.
طالبانو د تېر کال په ډېسمبر کې اعلان کړی وو چې د هغو وسلو ورستنولو پر سر یې له ګاونډیو هېوادونو سره بحثونه پیل کړي دي.
سیګار ویلي، په هغو هېلیکاپټرو کې، چې محمد اشرف غني، مېرمن یې او نور جګپوړي چارواکي ورسره ول، تر پينځه لکه امریکایي ډالرو زيات نه دي وړل شوي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر ټوېټر لیکلي چې چاودنه د جون پر شپږمه مازیګر مهال د څلورمې حوزې اړوند سیمه کې شوې ده. د ده په خبره، چوونکي مواد په یوه بایسېکل کې ایښي ول.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته