طالبانو په یوه رسمي فرمان کې چې د دوی د مشر لهخوا تایید شوی د ښځو لپاره حجاب کول د شرعي او رسمي امر په توګه اعلان کړل. د طالبانو د امر باالمعروف او نهيعنالمنکر وزارت وايي، د حجاب په اړه دا فرمان د هغه وړاندیز په پایله کې خپور شوی چې د هېواد دیني عالمانو د طالبانو مشر ته کړی و.
په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان نن (د مې پر اوومه) مشال راډیو ته په رالېږلي پیغام کې ویلي چې د وزير اعظم شهباز شريف په هداياتو، امدادي سامانونه نن د پاکستان د هوايي ځواکونو په يوه ځانګړې الوتکه کې افغانستان ته رسول شوي دي.
د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې په راتلونکو ورځو کې به د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې بارانونه دوام لري چې له وجې یې د سېلاوونو خطر دی.
حقاني دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې طالبان پر نړیوال کچ له انتقاد او سخت فشار سره مخامخ دي خو هغوی وايي، پر دې موضوع یې بحث ته دوام ورکړی دی او دا چې هڅه کوي چې د نجونو د تعلیم لپاره مناسبه فضا برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پېژندنې وزارت د مې تر پينځمې پورې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلاونو خبر ورکړی دې.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد رسنیو ته په لېږدولي يو بیان کې ويلي چې د رسنیو د تړل کېدو بېلابېل لاملونه دي او ځيني خبریالان د ډېر وخت لپاره نه بلکې د وضاحت لپاره نيول کېږي.
امیري په واشنګټن کې د یوشمېر اسلامي هېوادونو سفیرانو ته د روژه ماتي په مېلمستیا کې له هغوی سره له افغانستان سره پر تړلیو موضوعاتو بحث وکړ او وروسته یې په بیان کې وویل چې په یوشمېر خبرو او مسایلو د نظر توافق موجود وو.
طالبانو په سمدستي ډول د اشرف غني د تازه څرګندونو په غبرګون تبصره نه ده کړې خو مخکې یې دا دریځ تکرار کړی چې دوی د اوسني حکومت سرپرستان یا چارسمبالي دي او همداراز، ټینګار کوي چې حکومت یې ټولشموله دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته