حقاني دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې طالبان پر نړیوال کچ له انتقاد او سخت فشار سره مخامخ دي خو هغوی وايي، پر دې موضوع یې بحث ته دوام ورکړی دی او دا چې هڅه کوي چې د نجونو د تعلیم لپاره مناسبه فضا برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پېژندنې وزارت د مې تر پينځمې پورې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلاونو خبر ورکړی دې.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد رسنیو ته په لېږدولي يو بیان کې ويلي چې د رسنیو د تړل کېدو بېلابېل لاملونه دي او ځيني خبریالان د ډېر وخت لپاره نه بلکې د وضاحت لپاره نيول کېږي.
امیري په واشنګټن کې د یوشمېر اسلامي هېوادونو سفیرانو ته د روژه ماتي په مېلمستیا کې له هغوی سره له افغانستان سره پر تړلیو موضوعاتو بحث وکړ او وروسته یې په بیان کې وویل چې په یوشمېر خبرو او مسایلو د نظر توافق موجود وو.
طالبانو په سمدستي ډول د اشرف غني د تازه څرګندونو په غبرګون تبصره نه ده کړې خو مخکې یې دا دریځ تکرار کړی چې دوی د اوسني حکومت سرپرستان یا چارسمبالي دي او همداراز، ټینګار کوي چې حکومت یې ټولشموله دی.
د تورخم انتظامي چارواکي وایي چې د وفاقي حکومت له امر سره سم، هېچا ته اجازه نه شي ورکولای چې پر تورخم له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ وکړي. د دوی په خبره، دا اقدام یې د پولو د انتظام له پالیسې سره سم پورته کړی دی او موخه یې د وسله والو د تګ راتګ مخه نیول دي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور مشال راډیو ته وویل چې د اپرېل پر ۲۹مه په یوه خانقاه کې دننه چاودنه شوې.
رویټرز خبري اژانس د مزارشریف د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري له خولې وايي چې د سړک غاړې بمي بریدونه د اهل تشیع پر ګاډو شوي دي چې ذمه واري یې داعش ډلې منلې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته