ټاکل شوې چې د مې پر ۲۷مه په پیلېدونکې دوه ورځنۍ غونډه کې د نورو موضوعاتو تر څنګ په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د ټولګډونه حکومت پر اړتیا هم خبرې وشي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور مشال راډیو ته وویل، چې د کابل ښار د څلورمې حوزې په یو جومات کې د چاودنې په نتیجه کې پينځه کسان وژل شوي او لږترلږه ۱۰ ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وايي، د مزارشريف ښار په پینځمې، ۱۰مې او ۱۳مې حوزه کې درې چاودنې شوې دي چې پکې یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبان دریځ لري چې بندیزونه یې له "شرعي چوکاټ سره سم" لګولي دي. طالبانو د دې شرعي چوکاټ تشريح نه ده کړې.
د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت د امنیتي ادارو له خوا د نوي نظام د رامنځته کیدو وروسته د غصب شویو دولتي ځمکو د خلاصون لپاره عملیات شوي او په ترڅ کې يې یاده ځمکه او رهایشي نمرې خلاصې کړې دي.
د طالبانو د خوست والي مولوي محمدنبي عمري په خبرو کې د څلورو ولایتونو د مشرانو او عالمانو ګډې غونډې ته وویل، که چیرې کومې خوا سرغړونه کوله، نو حکومت سره امکانات شته، چې په جبري ډول ورباندې پرېکړه عملي کړي.
د مې پر ۱۸مه په ترکیه کې يوشمېر افغان سياستوالانو د غونډې پر مهال "د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت عالي شورا" اعلان کړه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته