د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت د امنیتي ادارو له خوا د نوي نظام د رامنځته کیدو وروسته د غصب شویو دولتي ځمکو د خلاصون لپاره عملیات شوي او په ترڅ کې يې یاده ځمکه او رهایشي نمرې خلاصې کړې دي.
د طالبانو د خوست والي مولوي محمدنبي عمري په خبرو کې د څلورو ولایتونو د مشرانو او عالمانو ګډې غونډې ته وویل، که چیرې کومې خوا سرغړونه کوله، نو حکومت سره امکانات شته، چې په جبري ډول ورباندې پرېکړه عملي کړي.
د مې پر ۱۸مه په ترکیه کې يوشمېر افغان سياستوالانو د غونډې پر مهال "د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت عالي شورا" اعلان کړه.
د جي ۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د خپلې ناستې په پای کې په یوه اعلامیه کې له طالبانو وغوښتل چې څومره ژر کېږي له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدهکړو د مخنیوي له پرېکړې په شا شي او د جبري حجاب په اړه خپله پرېکړه واپس واخلي.
نوموړي د روان کال د مارچ پر نهمه له العالم ټېلېوېژن سره په یوه مرکه کې بهر ته د سفرونو د بندیز په تړاو راپورونه تایید کړل او و یې ویل چې هیله ده دا ستونزې ژر هوارې شي.
د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي دي چې چاودنه د ښار د پینځمې امنیتي حوزې په ایوب صابر جومات کې شوې.
طالبانو د جنرال مارک مېلي د څرګندونو په غبرګون ویلي چې د داعش او نورو ډلو د ځپلو وړتیا لري او د بل چا له لوري په افغانستان کې دننه د دې ډول اقداماتو اړتیا نه ويني.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته