د تورخم انتظامي چارواکي وایي چې د وفاقي حکومت له امر سره سم، هېچا ته اجازه نه شي ورکولای چې پر تورخم له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ وکړي. د دوی په خبره، دا اقدام یې د پولو د انتظام له پالیسې سره سم پورته کړی دی او موخه یې د وسله والو د تګ راتګ مخه نیول دي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور مشال راډیو ته وویل چې د اپرېل پر ۲۹مه په یوه خانقاه کې دننه چاودنه شوې.
رویټرز خبري اژانس د مزارشریف د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري له خولې وايي چې د سړک غاړې بمي بریدونه د اهل تشیع پر ګاډو شوي دي چې ذمه واري یې داعش ډلې منلې.
د طالبانو د حکومت چارواکو تر اوسه د بلخ پر مسله څه نه دي ويلي خو د ښوونځيو د پرانيستلو په اړه دريځ لري چې لا هم پر يو تعليمي پلان کار کوي چې بشپړ شوی نه دی.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د اپريل په ۲۵مه پر ټويټر ليکلي چې هغه افغانان چې تذکره لري د روان کال د اپريل تر نهه ویشتمې پورې د تورخم له لارې افغانستان ته واپس کېدلی شي.
په کابل پوهنتون کې یو شمېر ښځینه زده کوونکې وايي چې دا طرحه به د دوی ستونزې لا زیاتې کړي. دوي وايي په داسې حالاتو کې نه شي کولای چې خپلو درسونو ته توجه وکړي.
پاکستان د ملا یعقوب د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو د بهرنیو چارو وزارت یې د اپرېل پر ۱۷مه په یوه بیان کې له طالبانو غوښتي ول چې د افغانستان له خاورې دې د وسله والو د وراوښتو مخه ونیسي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې دا پېښه د اپریل پر ۲۲مه مازیګر د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په یوه مسجد کې شوې ده.
ملګرو ملتونو، امریکا او پاکستان په افغانستان کې د پنجشنبې (زیارت) د ورځې د حملو غندنه کړې او پکې یې پر مرګ ژوبله خواشیني ښوولې ده.
رویټرز خبري اژانس وايي، وسله والې ډلې داعش پر ټېلېګرام په یوه بیان کې د مزارشریف پر جومات د حملې مسوولیت منلی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته