په رپورټ کې د طالبانو پرضد د جوړو شوو وسله والو ډلو په اړه هم ليکل شوي دي. په دوی کې تر ټولو لویه او ډيره شور کوونکې يې د مقاومت ملي جبه ده. خو تر څنګ یې د شپږو نورو وسله والو ډلو ذکر هم شوی دی چې له طالبانو سره یې نښتې کړې دي.
خلک وايي، تېره شپه (د اپریل ۱۶مه) د پیشلمي پر مهال درې بجې د خوست د سپیرې او تڼیو ولسوالیو په سرحدي سیمو کې په وزیرستانیو کډوالو د پاکستاني الوتکو بمبار شوی، چې د پيښې د عیني شاهدانو په وینا لږ تر لږه ۳۰ تنه پکې وژل شوي او له ۲۰ زیات ټپیان شوي دي.
په پکتیا کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، چې پکتیا غږ راډیو د اقتصادي ستونزو له کبله خپرونې بندې کړي او کله چې يې دا ستونزې حل شي، بېرته به خپل نشریات پیل کړي.
دا راپور چې په ۲۰۲۱ز کال کې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو کې د بشري حقونو وضعیت او پرمختګ ته اشاره کوي، په افغانستان کې د بشري حقونو حالت د اندېښنې وړ بولي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه دفتر، يوناما لخوا د اپريل په لسمه په خپره شوې اعلاميه کې راغلې چې دیبورا لاینز د اپريل په نهمه، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور له سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیرخواه سره په کابل کې وکتل.
یو اېن اېچ سي ار د اپرېل پر ۱۰مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې ډېری ماشومان د کورنیو د مالي ملاتړ په موخه د ښوونځیو پرېښودو او ګداګرۍ ته اړ شوي دي.
په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ مشال راډيو ته ویلي چې د اپرېل پر شپږمه د ماسپښین تر لمانځه وروسته له "نامعلوم" لوري څخه پر لمونځ کوونکو د لاسي بم برید وشو چې پکې له لومړنیو معلوماتو سره سم، شپږ کسان ژوبل شول.
په خواله رسنیو د دې غونډې ویډیوګانې خپرې شوي چې ښيي څو ښځې د طالبانو د ملاتړ په نوم بنرونه څیرې کوي.
د هنديو رسنيو ترمخه، ولسمشر رام نات کوویند له خپل ترکمنستاني سیال سردار بردي محمدوف سره په عشقاباد کې په یوه رسمي لیدنه کې وويل چې د افغانستان ثبات د سیمې د ګېس د انتقال د یوې لویې پروژې (ټاپي) لپاره حیاتي ارزښت لري.
په فرمان کې راغلي چې "د کوکنارو کرکیله په ټول هیواد کې په مطلق ډول منع ده او هیڅوک دې له دې وروسته په خپلو ځمکو کې د دغه ناوړه بوټي د کرلو هڅه نه کوي.”
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته