د خوستیو لادرکه شویو د کورنیو غړي وايي، له شاوخوا لسو ورځو راهیسې يې له خپلو مساپرو سره اړیکې پرې شوي او دا چې هغه سیمو کې سختې واورې او ساړه وي، د خپلو مساپرو د ژوند په اړه سخت انديښمن دي.
د ډېسېمبر په ۲۶مه د پېښور پوهنتون زده کوونکو په پېښور او د ملي جمهوري غورځنګ غړيو په مردان او صوابۍ کې احتجاجونه وکړل. دوی په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د جينکو پر لوړو زده کړو بندیز وغانده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم د ډېسېمبر پر ۲۵مه خبرداری ورکړ چې د طالبانو دا حکم به ویجاړونکې پایلې ولري.
که څه هم نوین الحق په دې بولۍ کې اخیستل شوی یوازېنی افغان لوبغاړی وو خو تر هغه وړاندې څلور نور افغان لوبغاړي هم د بېلا بېلو لوبډلو له خوا اخیستل شوي دي.
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د ډېسېمبر پر ۲۰مه پوهنتونونو ته په استولي لیک کې ویلي دي چې تر "امر ثاني به د نجونو ټول شخصي او دولتي پوهنتونونه بند وي."
مشال راډیو په دې اړه د طالبانو د حکومت دریځ معلومولو هڅه وکړه خو ویاندانو یې ځواب و نه وایه. البته طالبانو تر دې مخکې په بیا بیا ویلي دي چې په ټول افغانستان کې یې امنیت ټینګ کړی دی او د وسلوالو ضد اقدامات کوي.
په خوست کې دا مهال د حکومتي ښوونځیو سربېره ۱۲۹ شخصي ښوونځي هم فعالیت لري. په هغو ښوونځیو کې د ۱۵۳۰ نجونو په ګډون نږدې ۳۲۰۰۰ زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.
دا په داسي حال کې ده چې په چمن او سپین بولدک کې پر پوله د ډېسېمبر پر ۱۵مه د پاکستانیو او د طالب سرحد ساتونکو ترمینځ په ډزو کې یو کس ووژل شو او ۱۵ نور ژوبل شول. په ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته