په تڼیو کې د ډېسېمبر پر نهمه جوړه شوې دې ورزشي میله کې د ځوانانو لخوا د نیزه وهنې، خوسۍ، چارمغز ګټلو، تېږه اچونې، کبړي، موټرسایکل ځغلونې او د اوسني عصر یو شمېر رزمي لوبې ترسره شوې.
نوموړې د خپل هنري ژوند په دې اوږد سفر کې د محمد ظاهرشاه، سردار داود خان، ببرک کارمل او ډاکټر نجیب الله د حکومتونو پر مهال د سندرو ویلو له امله بېلا بېل مډالونه ترلاسه کړي وو.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) د اسیا د څانګې مرستیالې پیټرېشیا ګاسمن د ډېسېمبر پر اتمه د طالبانو د اقدام په غبرګون کې مشال راډیو ته وویل، که طالبان "له بربریت او ظلمه د ډکو" اقداماتو ته بیا مخه کوي، په نړیواله کچه به "وغندل" شي.
طالبان دغه ډاډ داسې مهال ورکوي چې تر دې وړاندې د سیمې یوشمېر هېوادونو اندېښنه ښوولې چې په افغانستان کې لا هم نړیوالې او سیمه ییزې ترهګرې ډلې لکه القاعده، داعش، تحریک طالبان پاکستان او نوری وسلوالې ډلې فعالیتونه لري.
د روان ۲۰۲۲ز کال د جون پر ۲۲مه نېټه سختې زلزلې د خوست او پکتیکا یوشمېر سیمې لړزولې وې، چې پکې تر ټولو زیاته مرګژوبله او زیان د پکتیکا د ګیان او برمل اوسېدونکو ته اوښتی وو.
په بلخ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند اصف وزیري مشال رېډیو ته وویل چې په چاودنه کې ۷ کسان زخمیان شوي هم دي.
په خوست کې د طالبانو د حکومت چارواکو څو ورځې مخکې ویلي ول چې نویو فارغو شویو کسانو ته د کار موقعې پیدا کوي او د حکومتي ادارو پر تشو څوکیو به ورته په ګومارنو کې لومړیتوب ورکړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم نن سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په دې پېښه کې ټپي شوی ساتونکی محمد اسرار تېره شپه په یوې ځانګړې الوتکه کې پېښور ته لېږدول شوی دی.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په یوه اعلامیه کې چې د دغه ګوند اړوند د شهادت ورځپاڼې په ټویټر خپره شوې ویلي، د حزب اسلامي په مرکز دفتر دوه تنو وسله والو حمله وکړه چې دواړه حمله کوونکي له منځه یوړل شول.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د مشال، ازادي او امریکا غږ راډیوګانو د خپرونو ټرانسمېټرونو د تړلو په غبرګون کې د ازادې اروپا/ازادي راډیو عمومي مشر جېمي فلای هوډ ښوولی وو چې د طالبانو د غوښتنې د پر ځای کولو لپاره به خپله ادارتي (ايډيټوريل) تګلاره بدله نه کړي.
د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو تر دې مخکې د څه د پاسه یو کال په موده کې د افغانستان په جوماتونو، مدرسو، ښوونیزو مرکزونو او نورو عبادتځایونو کې د یوشمېر بریدونو ذمه واري اسلامي دولت (داعش) وسلوالې ډلې منلې ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته