د پښتو ژبې نوموتي شاعر او لیکوال پیرمحمد کاروان وویل، په پښتو کې د ساینس او ټکنالوژۍ برخې ته ژباړې شوي، خو لا ډېر کار ته اړتیا ده، چې دا پرمختګونه زموږ د ژوند د غوړیدو لامل شي.
رحمان الله ګربز په ۵۵ بالونو ۵۳ او ابراهیم ځدراڼ په ۱۲۰ بالونو ۱۰۶ منډې وکړې. تر هغه وروسته رحمت شاه ۵۲ او نجیب ځدراڼ ۴۲ منډې وکړ.
پرېکړه لیک کې زیاته شوې، طالبان باید دا ډاډ ورکړي چې ښځې کولای شي په عام ژوند کې فعاله ونډه واخلي او تر خوا یې له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه شوې چې له طالبانو سره یې د تعامل په برخه کې دا مسله باید د اساسي شرط په توګه مطرح وي.
اسوشیېټېډ پرېس اژانس د یو راپور تر مخه د لوګر د والي له دفتره د نومبر پر ۲۳مه خلکو ته بلنه ورکړل شوې وه چې د سزا د لیدو لپاره د لوګر پل عالم ښار ګوټي لوبغالي ته ورټول شي.
د سیمې اوسېدونکو دا څرګندونې د نومبر پر ۲۲مه تر هغې وروسته وکړې چې د نومبر پر ۱۹مه او ۲۰مه دوپرزیو او بنګښو د پاکستان د امنيتي ځواکونو په ملګرتيا له افغان طالبانو سره داسې وسلواله نښته وکړه چې پکې دواړو غاړو ته مرګژوبله واوښته.
چارواکو د پېښې دقیق وخت نه دی ښوولی خو ویل کېږي چې پېښه د چارشنبې (شورو) پر سهار د لمانځه پر مهال شوې ده. ویل کېږي چې حمله کوونکي له وړاندې په یاده سیمه کې خپل کور هم خالي کړی او تښتېدلی دی.
اټکل شوی چې د دې پله پر جوړولو به ۲۷ نیم میلیونه افغانۍ لګښت راځي او د جوړولو چارې به یې په یوه کال کې سر ته ورسېږي.
د مسکو د غونډې په پای کې په اعلامیه کې تینګار شوی دی چې په افغانستان کې دې د طالبانو "له لنډمهالي حکومت سره د ملګرو ملتونو په ګډون" په نړیوال کچ "د همکارۍ لپاره ګډ او همغږي اقدامات" وشي. د غونډې ګډونوالو د افغانستان په اړه "د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د نړیوالې مذاکراتي ډلې" جوړولو ملاتړ وکړ.
د څو پېژندل شویو ښځينه فعالانو په ګډون شاوخوا سلو ښځو دا لیکونه ترتیب کړي او هرې یوې جلاجلا امنیت شورا ته لېږلی دی.
د ګربز تر څنګ نور افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمان، نور احمد لکڼوال او فضل فاروقي هم د هند ۲۰ اووریز کرکټ غوره لیګ په بېلابېلو لوبډلو کې لوبېږي. د دې سیاليو ۲۰۲۳ز کال لوبې د ډېسېمبر پر ۲۳مه د هند په کوچي ښار کې پيلېږي.
د طالبان حکومت وايي، له یوې خوا د پارکونو مالکانو لازمه همکاري ونه کړه او بل خوا ښځو لکه څنګه چې لازمه وه، حجاب مراعات نه کړ. خو ښځې د طالبانو دا تور ردوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته