اټکل شوی چې د دې پله پر جوړولو به ۲۷ نیم میلیونه افغانۍ لګښت راځي او د جوړولو چارې به یې په یوه کال کې سر ته ورسېږي.
د مسکو د غونډې په پای کې په اعلامیه کې تینګار شوی دی چې په افغانستان کې دې د طالبانو "له لنډمهالي حکومت سره د ملګرو ملتونو په ګډون" په نړیوال کچ "د همکارۍ لپاره ګډ او همغږي اقدامات" وشي. د غونډې ګډونوالو د افغانستان په اړه "د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د نړیوالې مذاکراتي ډلې" جوړولو ملاتړ وکړ.
د څو پېژندل شویو ښځينه فعالانو په ګډون شاوخوا سلو ښځو دا لیکونه ترتیب کړي او هرې یوې جلاجلا امنیت شورا ته لېږلی دی.
د ګربز تر څنګ نور افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمان، نور احمد لکڼوال او فضل فاروقي هم د هند ۲۰ اووریز کرکټ غوره لیګ په بېلابېلو لوبډلو کې لوبېږي. د دې سیاليو ۲۰۲۳ز کال لوبې د ډېسېمبر پر ۲۳مه د هند په کوچي ښار کې پيلېږي.
د طالبان حکومت وايي، له یوې خوا د پارکونو مالکانو لازمه همکاري ونه کړه او بل خوا ښځو لکه څنګه چې لازمه وه، حجاب مراعات نه کړ. خو ښځې د طالبانو دا تور ردوي.
ځايي خلک دې کار ته خوښ دي او غوښتنه کوي، چې د نجونو او هلکانو زده کوونکو لپاره دې مسلکي ښځينه او نارینه ښوونکي هم په دندو وګمارل شي.
د ملګرو ملتونو د افغانستان څانګې دا خبره د نومبر پر شپږمه پر داسې مهال په بیان کې کړې چې د نړۍ مشران په مصر کې د اب و هوا بدلون د اثراتو کمولو او د نړیوالې تودوخې درجې لوړېدو مخنیوي لپاره کلنۍ غونډه لري.
د والیبال د دې ټورنامینټ د لوبو د کتلو لپاره هره ورځ د خوست د لرې او نږدې سیمو سلګونه کسان ورتلل او تر ناوخته به د لوبو نندارې ته ناست ول.
تر لنډو ویناوو وروسته د کلتوري ماښام دویمه برخه ازادې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه چې پکې په مشاعره کې د خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کابل او د افغانستان له نورو برخو څخه ورغلیو شاعرانو خپل کلامونه وړاندې کړل.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نومبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، روغتیايي مرکزونو ته ښځینه روغتیاپالانې په ډېر مصوون شکل ځي او له هېڅ ډول برخورد سره نه مخامخ شوي او نه مخامخېږي.
سیګار ويلي چې د تېر کال له دوبي راهیسې د افغانستان اقتصاد ۲۰ فیصده تاواني شوی دی او له ۷۰۰،۰۰۰ زیاتو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. طالبانو تر اوسه د سيګار د راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته