ملګرو ملتونو مخکې د افغانستان بشري وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړې وه او خبرداری یې ورکړی دی چې سږ کال ژمی به په مېلیونونو افغانان له لویو ستونزو سره مخامخ شي.
د خوست روغتیايي مسوولین د مشکلاتو د هواري ډاډ ورکوي. د ولایتي او تخصصي روغتون سرطبیب ډاکټر سخي سردار وايي، کوشش کوي چې ژر ستونزې حل کړي.
د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د ډېسېمبر له پای راهیسې د واورو او بارانونو ورېدو سلسله روانه ده چې له وجې یې په شمال کې د سالنګ لارې تړل شوې دي او په جنوبي ولایتونو کې سېلاوونه هم راغلي دی چې پکې د مرګ ژوبلې رپورټونه هم شته.
د کډوالو نړیوال سازمان رپورټ لیکي چې دمګړۍ افغانستان پنځه نیم میلیونه کورني بېځایه شوي کسان لري چې د ژمي سړه هوا او د خوړو کموالی یې ژوند ګواښي.
زه منتظر وم چې د دفاع وزیر بسمالله خان راته زنګ وواهه او و یې ویل هر څه ړنګ شوي دي. دا هغه وخت وو چې غوښتل مې دفاع وزارت ته ولاړ شم. ۲۵ دقیقې منتظر وم، خو موټر رانغی.
د اګست پر ۱۵مه چې طالبان پر افغانستان واکمن شول نو امریکا د هغه هېواد په بانکونو کې د افغانستان شاوخوا نهه اربه ډالره دولتي شتمني کنګل کړه او ویې ویل چې د دې کار موخه یې د طالبانو لاسونو ته د شتمنیو د لوېدو مخه نیول دي.
په غزني کې د طالبانو د والي ویاند حافظ عمر په دې اړه مشال راډيو ته وويل، تر دې وروسته به هم هغو کارمندانو ته خپل معاشونه پر وخت وکول کېږي.
هیرس د سي بي اېس ټېلېوېژن سره په مرکه کې ويلي چې له افغان ښځو او نجونو ملاتړ د دوی له لومړیتوبونو دی نو ځکه طالبان څاري څو ډاډه شي چې هلته له نجونو او ښځو ملاتړ کېږي.
په افغانستان کې له پخوا راهیسې په خصوصي او حکومتي سکټور کې د نوي ښوونیز کال د تیاري په خاطر ژمني کورسونه جوړېږي او نجونې او هلکان پکې زده کړې کوي.
عباس ستانکزي دا څرګندونې د ډېسمبر پر ۲۶مه په کابل کې هغې غونډې ته کړې دي چې د اهلتشیع د مشرانو له خوا د طالبانو د حکومت ملاتړ اعلانولو لپاره جوړه شوې وه.
په خوست کې د کډوالو چارو ادارې د سیمه ییز دفتر مشر محمداسحاق افغان مشال راډیو ته وویل، په دې ولایت کې د دوی او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو لخوا ۲ زره بې وزله کورنیو ته د نقدي مرستو د وېش پروګرام موجود دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته