ګویتېرېش د جنورۍ پر ۱۳مه په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې همداراز د ځینو شرایطو له مخې د شاوخوا ۹،۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان د کنګل شویو اسعارو او شتمنیو د ازادېدو غوښتنه هم وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د جنورۍ پر ۱۱مه ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې له دې شرایطو یو هم د یوه داسې ټولګډونه حکومت جوړول بولي چې په خبره یې، د ټولو افغانانو استازولي وکړي.
متقي چې بېګا ماښام یې په واشنګټن کې د یوې انلاین غونډې ګډنوالو ته څرګندونې کولې وویل چې د طالبانو حکومت غواړي له نړیوالو سره تعامل ولري، خو نوموړي ټینګار وکړ چې نړۍ دې هم دا درک کړي چې پر افغانستان بندیزونو هېڅکله هم نتیجه نه ده ورکړې.
تر دې مخکې په افغانستان کې رسنیو د مقاومت د جبهې د ویندویانو له قوله د مقاومت د جبهې د مشرانو او طالبانو د کتنې په اړه راپورونه رد کړي ول.
د طالبانو ویاند او د دوی د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست معين ذبیح الله مجاهد نن (جنورۍ اوومه) پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې "د هندوستان هېواد لخوا له افغانستان سره د مرستو په لړ کې نن سهار شپږ ټنه درمل کابل ته راورسېدل."
ملګرو ملتونو مخکې د افغانستان بشري وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړې وه او خبرداری یې ورکړی دی چې سږ کال ژمی به په مېلیونونو افغانان له لویو ستونزو سره مخامخ شي.
د خوست روغتیايي مسوولین د مشکلاتو د هواري ډاډ ورکوي. د ولایتي او تخصصي روغتون سرطبیب ډاکټر سخي سردار وايي، کوشش کوي چې ژر ستونزې حل کړي.
د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د ډېسېمبر له پای راهیسې د واورو او بارانونو ورېدو سلسله روانه ده چې له وجې یې په شمال کې د سالنګ لارې تړل شوې دي او په جنوبي ولایتونو کې سېلاوونه هم راغلي دی چې پکې د مرګ ژوبلې رپورټونه هم شته.
د کډوالو نړیوال سازمان رپورټ لیکي چې دمګړۍ افغانستان پنځه نیم میلیونه کورني بېځایه شوي کسان لري چې د ژمي سړه هوا او د خوړو کموالی یې ژوند ګواښي.
زه منتظر وم چې د دفاع وزیر بسمالله خان راته زنګ وواهه او و یې ویل هر څه ړنګ شوي دي. دا هغه وخت وو چې غوښتل مې دفاع وزارت ته ولاړ شم. ۲۵ دقیقې منتظر وم، خو موټر رانغی.
د اګست پر ۱۵مه چې طالبان پر افغانستان واکمن شول نو امریکا د هغه هېواد په بانکونو کې د افغانستان شاوخوا نهه اربه ډالره دولتي شتمني کنګل کړه او ویې ویل چې د دې کار موخه یې د طالبانو لاسونو ته د شتمنیو د لوېدو مخه نیول دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته