د ملي امنیتي ځواکونو د ملاتړ او ټپي شويو سرتېرو ته د ویني ورکولو په موخه دا غونډه چې پر ننګرهار سربېره په کې د کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو دیني عالمانو برخه لرله، د اګست پر اوومه نېټه په جلال اباد ښار کې جوړه شوې وه.
په کابل کې د امريکا سفارت نن (د اګست پر اوومه) پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې امريکايان دې په سمدستي توګه له افغانستانه ووځي او د تجارتي پروازونو لاره دې خپله کړي.
د دغه ولایت یوه چارواکي د اګست پر شپږمه، د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو د اګست پر شپږمه شپه کنګ ولسوالۍ ونیوله چې د مرکز زرنج ښار په ۴۰ کیلومترۍ کې پرته ده.
په خوست کې ډاکټران او روغتیايي مسوولین د یادو کسانو فارغیدل په ځانګړي ډول د مور او ماشوم د مړینې د کچې د راټیټولو او د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یو مهم پرمختګ بولي.
په دې غونډه کې چې په افغانستان کې د ناکراریو له پراخېدو وروسته د افغان حکومت د غوښتنې پر اساس جوړه شوې وه،
د راپورونو له مخې مینه پال نږدې دوه بجې د کابل په دارالامان سړک د روسیې سفارت ته نږدې د نا معلومه وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د برېتانیا دایمي استازې "بار بارا وودوار" ویلي چې لا هم د ملګرو ملتونو له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو د لېرې کېدو لپاره کوم دلیل نشته.
تاریخ پوه او لیکوال عبدالله عاطفي په اقتصاد او انجنیرۍ کې دوې ماسټرۍ په اروپا کې کړې وې. شاید د چورې په لیرې پرتې او له لیک لوسته محرومه ولسوالۍ کې یوازینې دومره لوستی انسان و.
د دوه سوه پنځلس میوند قول اردو قوماندان جنرال سمیع سادات د ښار له استوګنو غوښتې دي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمې پرېږدي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وياند نېډ پرایس د اګست پر درېمه نېټه په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دواړو مشرانو د سولې مذاکراتو له لارې د يو داسې سياسي جوړجاړي پر لاس ته راوړلو ټينګار وکړ.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې روان تاوتریخوالی غندلی او له ښکېلو لوریو غواړي چې په بېړني ډول تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته