د بریتانیا د دفاع وزیر بین والیس د اګست پر ۱۶مه په ژړغوني غږ اعتراف وکړ چې بریتانیا به ونه شي کولای خپل افغان همکاران له کابله وباسي.
ولسمشر بایډڼ وویل، په افغانستان کې د امریکا ګټې تل پر دې څرخېدې چې د امریکا پر خاورې له دې هېواده د ترهګریزو بریدونو مخه ونیول شي.
ملګرو ملتونو نن دوشنبه د افغانستان په اړه بیړنۍ ناسته رابللې.
بلخوا تر ۶۰ زیاتو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، هغو افغانانو او د نورو هېوادونو وګړو ته دې اسانتیاوې برابرې شي چې له افغانستانه وتل غواړي.
یو شمېر حکومتي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط رسنیو ته ویلي چې ولسمشر غني تاجکستان ته تللی دی.
د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر بسم الله محمدي د دفاع وزارت له یو شمېر چارواکو او لوی درستیز سره رسنیو ته په استولي ګډ ویډیویي پیغام کې ویلي چې افغان ځواکونه د کابل ښاریانو دفاع ته چمتو دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست پر ۱۵مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې هغوی په زور او د جګړې له لارې کابل ته د ننوتو اراده نه لري.
د چمن ډپټي کمیشنر جمعه داد مندوخیل وايي، چې پوله به د پلي/پیاده تګ راتګ ترڅنګ د تجارت لپاره هم خلاصه وي او یوازې هغه وګړي تګ راتګ پر کولای شي چې قانوني اسناد ولري.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، د ځینو ولایتونو مرکزونه د پوځي ستونزو له کبله د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي. د وزارت مرستیال ویاند، حامد روشن د اګست پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، "په ځینو ولایتونو کې څه ستونزې وې. د دغو ستونزو له کبله له بده مرغه امنیتي او دفاعي
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اګست پر ۱۱مه په اسلام اباد کې په یوه انلاین خبري غونډه کې وویل، درې یا څلور میاشتې پخوا چې د طالبانو پلاوی اسلام اباد ته ورغلی وو، هڅه یې وکړه چې له افغان حکومت سره یې خبرو ته وهڅوي خو هغوی انکار وکړ.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته