د چمن ډپټي کمیشنر جمعه داد مندوخیل وايي، چې پوله به د پلي/پیاده تګ راتګ ترڅنګ د تجارت لپاره هم خلاصه وي او یوازې هغه وګړي تګ راتګ پر کولای شي چې قانوني اسناد ولري.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، د ځینو ولایتونو مرکزونه د پوځي ستونزو له کبله د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي. د وزارت مرستیال ویاند، حامد روشن د اګست پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، "په ځینو ولایتونو کې څه ستونزې وې. د دغو ستونزو له کبله له بده مرغه امنیتي او دفاعي
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اګست پر ۱۱مه په اسلام اباد کې په یوه انلاین خبري غونډه کې وویل، درې یا څلور میاشتې پخوا چې د طالبانو پلاوی اسلام اباد ته ورغلی وو، هڅه یې وکړه چې له افغان حکومت سره یې خبرو ته وهڅوي خو هغوی انکار وکړ.
امریکايي چارواکو دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې رپورټونه وايي، د کندهار، هېلمند، هرات، بادغیس او غور ولایتونو مرکزونه د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي دي چې په دوحه کې د افغان سولې خبرې "په خواشینوونکي ډول ورو" دي. نوموړي زیاته کړې، امریکا غواړي چې د افغانستان په اړه یوه داسې نړیواله اجماع جوړه کړي ، چې په یوه خوله د سولې د موافقې پر اړتیا خبره وکړي.
غني په داسې حال کې مزار شریف ته ورسېد چې رپورټونه وايي، طالبانو د بدخشان مرکز فیض اباد کنټرول ترلاسه کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې خلیلزاد د قطر په پلازمېنې دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره غږېږي چې پر هغوی د بریدونو درولو او د شخړې د سیاسي حل موندلو لپاره فشار واچوي چې د وزارت په وینا، د افغانستان د ثبات او پرمختګ یوازینۍ لار ده.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي چې نوموړې نه وه تښتول شوې او دا د پاکستان بدنامولو سازش دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته