د دوی په وينا يو خوا طالبان په سپين بولدک کې له دوی په نغدو پيسو محصول اخلي او بلخوا کندهار ښار ته په ننوتو د افغانستان ګمرک چارواکي د انټرنېټي بانکدارۍ له لاري دوی محصولوي.
د ناټو د ویاند په وینا، له افغان ځواکونو سره د ناټو د ملاتړ دوام د دغه تړون د ۳۰ غړو هېوادونو د مشرانو د پرېکړې پر اساس دی.
د نورستان ولایت په ختېځه کامدېش ولسوالۍ کې تېره شپه سېلاو د میردېش کلي زیاته برخه ویجاړه کړې او په لسګونو کسان يې وژلي دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دې اندېښنې لپاره پېکنګ د طالبانو د قطر د دفتر مشر ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو نهه کسیز پلاوي ته د جولای پر ۲۸مه بلنه ورکړې وه.
جمهوري ریاست وايي، د طالبانو روزنه، تمویل او هڅونه په پاکستان کې د یوې منظمې ادارې له خوا کېږي.
نوموړي د خپل ژوند په اوږدو کې څه باندې نیمه پېړۍ د پښتو موسیقۍ غنا ته وقف کړی و او بو شمېر تلپاتې سندرې یې د افغانستان ملي راډیو ټلېوېژن ته ویلې وې.
د جولای پر ۲۶مه د یوناما په رپورټ کې راغلي چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جون تر پایه په افغانستان کې ۱،۶۵۹ ولسي وګړي وژل شوي او ۳،۵۵۴ ټپیان دي.
د افغان حکومت له خوا دا پرېکړه تر هغې وروسته شوې چې ویل کېږي طالبانو د افغانستان لسګونه ولسوالۍ او له حکومتي ځواکونو څخه پر پوله د تګ راتګ مهم ځایونه نیولي دي.
دا له هغه وروسته ده چې وسله والو طالبانو د ولسمشر اشرف غني او د افغان حکومت د لېرې کېدو غوښتنه وکړه.
مېلي د جولای پر ۲۱مه په واشنګټن کې وویل، داسې ښکاري چې طالبان غواړي په ټول افغانستان کې پراخې حملې وکړي، خو بریالي به نه شي.
پرایس وویل، د ناورین ۲۰ کاله نه کېږي، بلکې ۴۰ کاله کېږي چې د افغانستان خلک تر ډېره حده د هغه خوندیتوب او امنیت څخه بې برخې دي چې دوی یې مستحق دي.
د وزارت سلاکار عزیز الله فضلي د جولای پر ۲۰مه مشال راډیو ته دا و نه ویل چې دویم پلاوی به کله دوحې ته ځي او څوک به پکې شامل وي، خو زیاتوي چې د خبرو په
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته