د جولای پر ۲۶مه د یوناما په رپورټ کې راغلي چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جون تر پایه په افغانستان کې ۱،۶۵۹ ولسي وګړي وژل شوي او ۳،۵۵۴ ټپیان دي.
د افغان حکومت له خوا دا پرېکړه تر هغې وروسته شوې چې ویل کېږي طالبانو د افغانستان لسګونه ولسوالۍ او له حکومتي ځواکونو څخه پر پوله د تګ راتګ مهم ځایونه نیولي دي.
دا له هغه وروسته ده چې وسله والو طالبانو د ولسمشر اشرف غني او د افغان حکومت د لېرې کېدو غوښتنه وکړه.
مېلي د جولای پر ۲۱مه په واشنګټن کې وویل، داسې ښکاري چې طالبان غواړي په ټول افغانستان کې پراخې حملې وکړي، خو بریالي به نه شي.
پرایس وویل، د ناورین ۲۰ کاله نه کېږي، بلکې ۴۰ کاله کېږي چې د افغانستان خلک تر ډېره حده د هغه خوندیتوب او امنیت څخه بې برخې دي چې دوی یې مستحق دي.
د وزارت سلاکار عزیز الله فضلي د جولای پر ۲۰مه مشال راډیو ته دا و نه ویل چې دویم پلاوی به کله دوحې ته ځي او څوک به پکې شامل وي، خو زیاتوي چې د خبرو په
ولسمشر اشرف غني د طالبانو د پنځه زره زندانیانو خوشې کول یوه تېروتنه وبلله او ویې ویل چې د دې تېروتنې ذمه وار بهرنیان او هغه کسان دي چې ویل یې حکومت د سولې اراده نه لري.
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د جولای په ۱۹مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د پاکستان کورنيو چارو وزیر شېخ رشيد وروستۍ څرګندونې له وخته مخکې او غير مسلکي دي.
د اسټرالیا، کاناډا، چېک جمهوریت، ډېنمارک، اروپايي ټولنې، فېنلینډ، فرانسې، جرمني، اېټالیې، جاپان، جنوبي کوریا، هالینډ، هسپانیې، سویډن، برتانیې او امریکا ډېپلوماټیکو ماموریتونو او د ناټو اېتلاف لوړپوړي ملکي استازي دفتر په بیان کې
په سپین بولدک کې د جولای پر ۱۶مه جګړه په داسې حال کې روانه ده چې افغان چارواکي تور پورې کوی چې پاکستان د پولې له پورې غاړې څخه د طالبانو ملاتړ کوي.
ښځو د جولای پر ۱۵مه پر داسې مهال غونډه کړې چې له یوې خوا د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې جګړو زور اخیستې خو بل لوري ته د قطر پلازمینه کې دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته هم د خلکو هيلې پیدا شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته