د ملګرو ملتونو سرمنشي له امنیت شورا او ټولو غړو هېوادونو وغوښتل چې د ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره جدي اقدامات وکړي.
بایډن د خبرو له پیل مخکې له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ:"د افغانستان او د امریکا ترمنځ مشارکت پای ته نه رسېږي. بلکې دوام به وکړي. زموږ سرتېري له افغانستانه وځي خو زموږ ملاتړ پای ته نه رسېږي. موږ له افغان ځواکونو سره او همدا راز په اقتصادي او سیاسي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوو."
د جنازې په مراسمو کې یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو او ګڼو مدني فعالانو ګډون کړی و، چې ځینو ویناوالو په خپلو څرګندونو کې د عثمان کاکړ مړينه يوه نه جبرانېدونکي ضایعه او د استخباراتي کړيو کار وباله.
محمد حنیف اتمر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د جون پر ۲۲مه انلاین غونډې ته وویل، د طالبانو ډله لا هم له ځینو سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې لوی سلاکار احمد الله فیضي وویل، الوتکه د متحده عربي اماراتو له دوبۍ هوايي ډګره والوته او ۹۰ مساپر یې خوست ته ولېږدول.
د عبدالله مقري د مړينې د خبر له خپرېدو سره سم د پښتو موسيقۍ ګڼو مينه والو پر ټولنيزو شبکو د نوموړي د مغفرت د دعاګانو پوسټونه کړي دي.
روڼ اندي او خوستي فرهنګیان وړاندیز کوي، چې له انټرنیټ او شته ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې باید کلتوري هڅې روانې وساتل شي.
شاه محمود قریشي د جون پر ۱۴مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته ویلي، په داسې حال کې چې ولسمشر محمد اشرف غني امریکا ته ځي، خو په دې سفر کې دې د "ټولو ناکامیو مسوول" پاکستان نه ګڼي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته