د جون پر ۱۵مه د وزیرستانیو کډوالو قومي مشر ملک داود مشال راډیو ته وویل، پخوا به هر کال وزیرستانیو کډوالو سره نقدي مرسته کیدله، خو دا دوه کاله ورباندې بند شوې ده.
د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د کتلوي معافیت امر ډاکټر جان محمد صاحبزاده وایي، د پولیو پر ضد د واکسینو کمپاین د جون پر ۱۴مه پیل شوی و او سر له ننه تر نامعلوم وخته وځنډول شو.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت له شمېرو سره سم، اوسمهال په ټول هېواد کې څه د پاسه ۶۵۰،۰۰۰ کسانو ته د کووېډ-۱۹ واکسین لګېدلي او د دې وړتیا شته چې په ورځني ډول نېږدې ۳۰،۰۰۰ کسانو ته نوی واکسین تطبیق شي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نوموړي مړینه تاییدوي او وايي چې ښاغلی باوري په کورونا ناروغۍ اخته و او نن سهار يې ساه ورکړه.
حفیظ الله حقپرست د جون پر نهمه د لوګر مرکز اړوند د کلنګار په عرب خان کلا سیمه کې د طالب وسله والو او حکومتي عسکرو ترمینځ جګړه کې هغه مهال ووژل شو، چې په خپله کرونده کې په کار بوخت وو.
دوی زیاتوي، په دې ولایت کې د کرونا وبا پېښو ته د رسیدنې په موخه د ټولو روغتیايي مرکزونو د امکاناتو او نیمګړتیاوو اساسي ارزونه پیل شوې، چې په دوه اونیو کې به بشپړه شي.
د پاکستان دولتي راډیو وايي، د دیني چارو لپاره د وزیراعظم ځانګړي سلاکار مولانا طاهر اشرفي تر غونډې وروسته وویل چې د دواړو هېوادونو علماو په یوه خوله د تاوتریخوالي ضد غږ پورته کړ.
د افغانستان د ارشاد، حج او اوقاف وزارت وایي، د دوو کلونو تر هڅو وروسته بریالی شو نن (پنجشنبه) د سعودي عرب په کوربتوب د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو لویه غونډه جوړه کړي، خو طالبان له دې غونډې ځان بې خبره ښیي.
د افغانستان دا خواهیش وو چې پاکستانیو علماوو چې د ځانمرګو بریدونو او ترهګرۍ په اړه څنګه فتوا جاري کړې همداسې فتوا دې د افغانستان جګړې په باب هم ورکړي.
د بشارت په خبره، دغه ماین پاکان دا ورځې په مرکزي بغلان او نهرین ولسوالیو کې د ښخو ماینونو په شنډولو بوخت ول.
په یاده فابریکه چې تر ۷ لکه ډالرو پورې پانګونه شوې، هره ورځ د ۴ ټنه فوم یا سپنج د تولید ظرفیت لري او اوسمهال په کې تر سلو تنو پورې کاریګر په کار بوخت دي.
خلیلزاد د دویم وار لپاره د خپلو همکارانو په ملتیا پرون دوشنبه (د غبرګولي ۱۷مه) مازدېګر په ارګ ماڼۍ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو افغان چارواکو سره کتلي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته