په غونډه کې ویناوالو په خیبر پښتونخوا او سویلي پښتونخوا کې له پښتنو سیاستوالو وغوښتل چې په نړیوال عدالت کې دې د ارمان لوڼي قاتلینو ته سزا وغواړي.
د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم دیني عالمانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو د عباس ستانکزي څرګندونې د غونډو او لاريونونو په تر سره کولو سره غندلي
دوی زیاتوي، د غلام خان لاره دې هم د تورخم او سپین بولدک د لارو په شان د افغانستان او پاکستان د حکومتونو لخوا په رسمي توګه ترانزيټ شي.
غني وویل، طالبان له امریکا سره د فېبرورۍ ۲۰۲۰ز کال تړون لاندې خپلې ژمنې پوره کولو کې پاتې راغلي دي.
دوی وايي، کله چې د کرونا وبا په اوله څپه کې ځینو خلکو خپل کارونه دلاسه ورکړل، نو دوی ډېر ناهیلي ول، خو همدا مدني فعالان او ځايي ځوانان وو، چې له شتمنو يې مرستې راټولې او د اړمنو دروازو ته يې ورسولې او هغوی ته هیله مندي ورکړه.
اېنټوني بلينکېن پرون ماښام د جنورۍ پر ۲۸مه پر ټویټر ولیکل چې نوموړي په دې ټېليفوني خبرو کې د امریکا دا هيله تکرار کړه چې ټول افغان رهبران به د ۲۰ کلونو پرمختګونو په ساتلو سره دې تاريخي فرصت ملاتړ وکړي.
د جنورۍ پر ۲۶مه د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر شمیم خان کټوازي په خوست کې د کارموندني د پروګرام په پیل غونډه کې خلکو ته وویل، چې خوست ښار به د اوسني حالت په پرتله درې برابره پراخ شي.
په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند محمد نعيم پر ټويټر پاڼه لکيلي دي چې د سياسي دفتر مشر ملا برادر او هيیت به يې د ګاونډي هېواد له اړونده چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړيکو، په ايران کې د ميشتو افغان کډوالو او د افغانستان او سیمې په روان سیاسي او امنیتي وضعيت خبرې او د نظر تبادله وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ادعا کړې چې د طالبانو کورنۍ په ځينو هېوادونو کې د یرغملو په توګه ژوند کوي نو ځکه دا وسله واله ډله د خپلو پرېکړو ازادي نه لري.
د افغانستان بانک په یو خبرپاڼه کې تایید کړې چې عبدالله دورانی او یو بل کس ټپيان او یو ساتونکی یې وژل شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تر دې وړاندې ویلي وو چې د امريکا نوی حکومت دې د افغانستان د سولې بهیر روان وساتي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته