په دې لمانځغونډه کې د ننګرهار پر چارواکو سربېره د بېلابېلو ولسواليو یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو او په سلګونو ځوانانو برخه اخيستې وه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د فبرورۍ پر ۲۶مه له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سره په یوه ګډ کنفرانس کې د افغانستان پر وضعیت څرګندونې وکړې.
دغه غړی وايي، هغه بېړه چې د مذاکرو لپارهیې د دولت هیئت لري، د دوی په مقابل لوري کې هغه لېوالتیا نه تر سترګو کېږي.
د ننګرهار د روغتيا چارواکي وايي چې له خصوصي روغتيايي انسټيټیوټونو څخه له فارغو ۷۰۰۰ زده کوونکو څخه چې ۱۷۵۰ يې ښځینه دي، د قابله ګۍ، نرسنګ، د غاښونو پروټیس، فزیو تراپي، لابراتوار، فارمسي او انستېزي
دا واکسین د هند لهخوا افغانستان ته وړیا ورکړل شوی او ټول ۵۰۰ زره ډوزه دي چې په لومړي پړاو کې به ۲۵۰ زره کسانو ته پیچکاري شي.
په ویډيو کې دوې ماشومې نجونې شکاري چې پر سړک پرتې د یوې بېسده مور تر سر ولاړې دي او چیغې وهي.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز د فبرورۍ پر ۲۱مه رسنیو ته په یوه لنډ پیغام کې ویلي چې چاودنه د اتوار (یکشنبې) پر مازیګر د څلورمې ناحیې اړوند برکي څلور لارې ته نېږدې
دوی زیاتوله، ټولې صرافۍ په یوه کتګورۍ نه دي، څوک ډېرې سرمايې لري او ځینې بیا یوازې له دې لارې د کورنیو نفقې پیدا کوي، چې له دې کبله ټول صرافان په یو ډول د شرکتونو د جوازونو د اخیستلو توان نه لري.
په نندارتون کې په لسګونو کتابخپرندویه ټولنو خپل خپاره کړي کتابونه نندارې ته ايښې ول چې د کتاب د مینه والو د پام وړ وګرځېدل.
په نرګس ګل کلنۍ مشاعره کې، يو شمېر چارواکو او ننګرهار مېشتو شاعرانو سربېره په کې د یو شمېر نورو ولایتونو او له خيبر پښتونخوا څخه ځینو شاعرانو ګډون کړی و.
هغه مشال راډیو ته وویل، دا سفر ځکه مهم دی چې قطر کې د سولې خبرې څه نا څه پڅې شوي او تاوتريخوالی زيات شوی دی، نو که طالبان دایمي اوربند ته غاړه نه ږدي باید د پاکستان د فشار په ترڅ کې لنډ مهاله اوربند ته دې غاړه کېږدي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د هغه هوډ یادونه وکړه چې افغان جګړه باید پای ته ورسول شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته