دوی وايي، کله چې یو ناروغ په دې لاره د درملنې لپاره پاکستان ته وړل کېږي، نو په بندر کې په اونیو، اونیو منتظر پاتې کېږي او هغه لوري ته په ډېر مشکله اوړي.
دغه بانک ویلي چې دا پیسې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دوه مرسته کوونکو ادارو ته ورکول کېږي چې له بشري ناورین سره مبارزه وشي.
یاده نقدي مرسته چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنری UNHCR لخوا برابره شوې، هرې کورنۍ ته (۳۴۵) امریکايي ډالر ورکول کیږي.
د دوی په خبره چې تېرو سختو جنګونو او حالاتو کې يې د نښترو ځنګلونه ساتلي، خو اوس يې ساتل له وسه وتلي دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، دوی له افغانستانه بهر له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره خپلې وړتیاوې او صلاحتیونه لري چې د اړتیا پر مهال ترې د امریکا د ملي ګټو دفاع وکړل شي.
دې سازمان د دېسېمبر پر اوومه په یوه اعلامیه کې د دې حالاتو کابو کولو لپاره د ۲ میلیارډ ډالرو راټولولو غږ کړی.
ملالې يوسفزۍ وویل، د تعليم په اړه د ښځو د برابرۍ خبره وشوه، دې وویل دا خبره باید یاد وساتل شي چې له افغان ښځو او نجونو د هغوی د تعليم حق تروړل شوی دی.
لاریونوالو غوښتنه کوله چې د نجونو تعلیمي ادارې دې ژر تر ژره پرانیستل شي. د اګست پر ۱۵مه پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې یوشمېر تعلیمي ادارې، په ځانګړي ډول دولتي پوهنتونونه لاهم تړلي دي.
د دې کورنۍ پاتې غړی ایمل وايي، د هغه کورنۍ بې ګناه وه او د امریکايي چارواکو بښنې غوښتلو د دوی له کورنۍ نوم بدي لیرې کړې ده.
د نومبر پر ۳۰مه د بشري حقونو څار نړیوال سازمان وویل، طالبانو د اګست په نیمايي کې واک ته تر رسېدو وروسته د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو تر ۱۰۰ زیات سرتېري یا له محکمې پرته اعدام کړي او یا یې په جبري توګه تري تم کړي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته