د وزارت ویاند نیډ پرایس د نومبر پر ۲۳مه وویل چې دواړه خواوې به په دوحه کې د افغانستان په اړه زموږ په مهمو ګټو خبرې وکړي.
دا خبره د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل د نومبر پر ۲۲مه دوشنبې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره له خبرو وروسته وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ څه باندې درې میاشتې وشوې او حکومتي کارکوونکو ته تنخاګانې نه دي ورکړل شوې.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې مري ایلین مک ګرووارتي پر ټویټر په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه کسانو ته ورځني لازم خواړه نه رسېږي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره به په راتلونکي کې د تعامل دوام د دوی لخوا د شویو ژمنو په عملي کېدو تړلي وي.
ځيني پخواني پوځيان، خبریالان او ښوونکي چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې خپلې دندې له لاسه ورکړي او اوس د خپل ژوند اړتیاوې د واټونو ترغاړې د بېلابېلو توکو په پلورلو سره پوره کوي.
دا لیک چې د نومبر پر ۱۷مه رسنیز شو په کې تر ډېره د افغانستان اوسني وضعیت او د امریکا لخوا د بانکي زېرمې له کنګل کېدو وروسته، اندېښنو او د دې ګام بدو پایلو ته اشاره شوې.
د کرکټ نړيوالې شورا يا ای سي سي د نومبر پر ۱۷مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د دې شورا مرستيال مشر عمران خواجه په مشرۍ دا کمېټه به په افغانستان کې د حکومت تر بدلون وروسته پر افغان کرکټ نظر ساتي. د کمېټې نور غړي، رميض راجه، راس ميکولم او لاسن نېډو دي.
تازه د افغانستان لپاره د امریکا او روسیې ځانګړو استازو ټام وېسټ او ضمیرکابلوف په مسکو کې د افغانستان په اړه د واشنګټن او مسکو پر دریځونو خبرې وکړې.
د خوست زده کوونکو نجونو مشال راډیو ته وويل چې د ښوونځيو د تړل کیدو په موده کې خپلې راتلونکې ته انديښمنې وي او فکر يې کاوه چې ممکن د یو ښه راتلونکې لپاره د دوی هیلې سرته ونه رسیږي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته