دا لیک چې د نومبر پر ۱۷مه رسنیز شو په کې تر ډېره د افغانستان اوسني وضعیت او د امریکا لخوا د بانکي زېرمې له کنګل کېدو وروسته، اندېښنو او د دې ګام بدو پایلو ته اشاره شوې.
د کرکټ نړيوالې شورا يا ای سي سي د نومبر پر ۱۷مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د دې شورا مرستيال مشر عمران خواجه په مشرۍ دا کمېټه به په افغانستان کې د حکومت تر بدلون وروسته پر افغان کرکټ نظر ساتي. د کمېټې نور غړي، رميض راجه، راس ميکولم او لاسن نېډو دي.
تازه د افغانستان لپاره د امریکا او روسیې ځانګړو استازو ټام وېسټ او ضمیرکابلوف په مسکو کې د افغانستان په اړه د واشنګټن او مسکو پر دریځونو خبرې وکړې.
د خوست زده کوونکو نجونو مشال راډیو ته وويل چې د ښوونځيو د تړل کیدو په موده کې خپلې راتلونکې ته انديښمنې وي او فکر يې کاوه چې ممکن د یو ښه راتلونکې لپاره د دوی هیلې سرته ونه رسیږي.
اوسمهال، د طالبانو حکومت د افغانستان په څو محدودو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته زدهکوونکې ښوونځیو ته پرېږدي.
طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سټراتيژيکو اړیکو مشر مولوي عبدالحکیم حمدي د نومبر په ۱۴مه مشال رېډيو ته وويل چې خلکو ته پاسپورټونه په هماغه پخوانیو اصولو وېشل کیږي. د دې لپاره بريښنايي تذکرې او يا هم له کورنيو چارو وزارت څخه تاييد شوې کاغذي تذکره پکاریږي.
له سیمې څخه یوې سرچینې د امنیتي لاملونو پر اساس د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، چاودنه د ترېلې سیمې په جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې.
د روان میلادي کال د اګست میاشتې په ۲۶مه نېټه چې د کابل هوايي ډګر په دروازه کې د داعش وسلهوالې ډلې د خراسان څانګې له لوري په شوې انتحاري حمله کې د ۱۳ امریکایي سرتېرو په ګډون له ۱۷۲ زیات کسان ووژل شول.
بل لور ته نن اسلام اباد د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د یوه پلاوي کوربه دی.
سیګار لیکي، په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ۶۰ تر ۷۰ زره سرتېري وژل شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته