د افغانستان په ۹ ولایتونو کې زڼغوځي کیږي، چې داخلي مارکیټ يې په خوست کې دی او له خوسته کابل او بیا له هغې لارې نورې نړۍ ته صادریږي.
د فرانس ولسمشر مکرون ویلي، د ده په باور نړیوال په رسمیت پېژندل باید بیه ولري او د افغان ښځو وقار او د ښځو او سړو ترمنځ مساوات باید یو له هغو ټکو وي چې موږ پرې ټینګار کوو.
په چمن کي د ګمرک (کسټم) ادارې د چارواکو په وینا چې پوله نن د اکتوبر پر پینځمه نېټه ګهیځ مهال وتړل شوه.
د طالبانو د حکومت ویاند او د کلتور وزارت سرپرست مرستیال ذبیح الله مجاهد د اکتوبر پر څلورمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې په بېګانیو عملیاتو کې یې د داعش ډلې مرکز ړنګ کړی او د هغې وسله والې ډلې غړي یې وژلي دي.
حاجي عزیز الله فضلي د اکتوبر په درېيمه مشال رېډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې لوبډله یې د قطر له لارې اماراتو ته ځي. نوموړي زیاته کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به دا مسله هواره شي
طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې چاودنه "د ملکي خلکو" په یوه غونډه کې شوې.
عيني شاهدانو مشال راډیو ته ويلي چې د اکتوبر پر دویمه مازيګر د جلال اباد په واټر پمپ سيمه کې په ريکشا کې سپاره بريدګرو پر ټوډي ډوله موټر برید وکړ او وتېښتېدل.
دوی وايي چې که په تورخم کې پاکستان غاړې ته د کسټم کارکوونکي زیات نه کړل شي او د ګاډو د اوښتلو پروسه چټکه نه کړل شي، افغان سوداګرو ته به په ميليونونو ډالر تاوان واوړي.
دوی له طالبانو غواړي چې په دې هېواد کې د بې کارۍ او د فقر کچې د ټیټولو په خاطر دې د ګاونډیو او نړۍ د هېوادونو سره اړیکې پراخې او سوداګریزه راکړه ورکړه دې ډېره کړي.
که چېرې دا مسوده د بهرنیو اړیکو کمېټه تایید او بیا د کانګرس لهخوا تصویب شي، پر داسې یو قانون به بدله شي چې طالبان او ملاتړي به یې له سختو بندیزونو سره مخامخ کړي.
په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته دې هېواد ته، تر ډېره نړیوال هوايي پروازونه بند شوي دي.
د ناروې د کډوالو شورا مشر جان اېګېلینډ د سېپټېمبر پر ۲۷مه د کابل د سفر پر مهال وویل، افغانستان د اقتصاد د پرځېدو امکان له وجې له بشري ناورین سره مخامخ دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته