طالبان بیا ادعا کوي چې د نجونو د تعلیم د بیا پیل لپاره پر یوه طرزالعمل کار روان دی. د طالبانو یو ویاند ذبیحالله مجاهد مشال راډیو ته وویل، ښځو ته په دفترونو کې د کار او نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د تعلیم د اجازې لپاره دوی هڅې کوي:
په دې برید کې چې د جمعې د لمانځه پر مهال وشو، لږ تر لږه ۴۷ کسان وژل شوي دي او لسګونه نور ټپیان شول.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا برید غندلی دی او ویلي دي چې برید «تکفیري ډلو» کړي دي او دا د «داعشي فتنه ګرو هڅې » دي. نوموړي ویلي دي چې د طالبانو حکومت به د دا ډول بریدونو مخه نیسي او عاملین به یې نیسي.
وزیرستاني کډوال غوښتنه کوي، چې د راتلونکي ژمي لپاره دې، ورسره د خوارک، پوښاک او سونګ توکو د مرستو تابيا وشي.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټوېټر لیکلي چې متقي او نور وزیران به په انقره کې له ترکیو چارواکو سره د مرستو، کډوالو، هوايي ټرانسپورټ او سوداګرۍ پر موضوعاتو خبرې وکړي.
د اسعد اباد د مرکزي روغتون یوه ډاکتر د نوم نه ښوولو په شرط وویل چې د چاودنې له ځای څخه ټول ۱۲ ژوبل کسان وروړل شوي ول چې پکې د شیګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قوماندان عبدالله د سختو ټپونو له وجې ومړ.
واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم، امریکا د افغانستان بانکي زېرمه چې ۹،۶ میلیارډ ډالره ارزښت لري، کنګل کړه.
د وژل شوي مدني فعال ورور شاد نور مظلومیار ویلي عبدالرحمن معاون په برید کې وژل شوی دی خو د ننګرهار ولایتي اداره لاهم چوپه خوله ده.
انتونیو ګویتېرېش د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه ناوخته په نیویارک کې یوې خبري غوندې ته ویلي، له افغان نجونو او ښځو سره د ژمنو ماتول، د هغوی د هیلو د نابودولو په مانا دي.
امریکايي چارواکو ویلي چې په قطر کې شوې خبرې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو معنی نهلري.
د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين د اکتوبر پر نهمه له اسوشییېټېډ پرېس اژانس سره په خبرو کې اسلامي دولت وسله واله ډله د داعش په نامه ياده کړه او ویې ويل چې دوی خپله د داعش پرضد د مبارزې وړتیا لري.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته