د امریکا دفاع وزارت د جنورۍ پر ۱۵مه په یوه اعلامیه کې د سرتېرو شمېر د کمېدو اعلان وکړ.
دوی زیاتوي، له ۶ کلونو ډېره موده کېږي، چې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له کبله دې ځای راکډه شوي، خو په دومره اوږده موده کې، د افغانستان او پاکستان حکومتونو د وزیرستانیو کډوالو شته ستونزو ته اساسي حل لاره نه ده موندلې.
دوی زیاتوله، ډېر کله امنیتي او کشفي ادارې د رسنیو له لارې ادعا کوي، چې د ځینو پيښو عاملان يې نیولي، خو د قضايي ادارو لخوا د ولس پر وړاندې هغوی ته په علني توګه سزاء نه ده اورول شوې.
ضیا ودان د جنورۍ پر ۱۰مه له خپلو دوو نورو همکارانو سره د کابل په کارته نو سیمو کې په یوه مقناطیسي ماین چاودنه کې ووژل شو.
د جنورۍ پر نهمه د خوست والي تورنجنرال مومند کټوازي مشال راډیو ته وویل، دا ځوان چې په قوم نیازی دی، کرامت نومیږي او کورونه يې د مرکز اړوند خاني خوړ سیمه کې دي.
افغان چارواکي وایي، د دوی مذاکراتي پلاوی پر اوربند ټینګار کوي او د خبرو په دوران کې به پر دې اړه بحثونه کېږي.
دوی زیاتوي، د جګړې دوام خلک په بین الافغاني مذاکراتو بې باوره کوي او د یوې مثبتې پایلې پر ځای ورسره خبرې نورې هم پیچلې کیږي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح او يو شمېر لوړ پوړي دولتي چارواکو په ملتیا د جنوري پر اوومه جلال اباد ته راغلی و او په یوې غونډې کې يې د ننګرهار د خلکو ستونزې او غوښتنې واورېدې.
د افغان حکومت او طالب مرکچیانو ترمنځ د قطر په مرکز دوحه کې د جنورۍ پر شپږمه د دویم پړاو لومړنۍ غونډه وشوه، خو د سولې وزارت چارواکي وايي، د سولې اصلي بحثونه د جنورۍ پر نهمه پیلېږي.
د ناټو عمومي منشي وایي، راتلونکې میاشت په افغانستان کې د پاتې کېدو یا له دې هېواده د وتلو پرېکړه کوي.
یاده فابریکه باندې چې افغان پانګوال رحیم ګردیزي ۶ میلیونه امریکايي ډالر لومړنۍ پانګونه کړې، زرو کسانو ته به ، په کې د کار دایمي فرصتونه برابر شي.
د سولې په تړاو د لغمان د بېلابېلو ولسواليو د قومي مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو دا غونډه د جنوري په پینځمه نېټه د ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته