تمه ده عبدالله به په دې سفر کې د پاکستان له وزیر اعظم عمران خان او نورو لوړپوړو چارواکو سره هم وګوري.
د افغانستان "د ځوان ژورنالیست مشرانو بنسټ" چې ټولې فعالانې یې ښځې او نجونې دي وايي حکومت او طالبان باید په روانو مذاکراتو کې ښځینه خبریالانو ته حق ورکړي چې دغه بهیر له نږدې وڅاري او په اړه یې خبرونه او رپورټونه جوړ کړي.
نوموړې د ۲۰۲۰ز کال د کانکور په ازموینه کې په لومړۍ درجه بریالۍ شوې ده.
د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي، دا بلنه د دواړو مشرانو ترمنځ د ټیلیفوني خبرو پر مهال ورکړل شوې ده.
ه افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم په کندهار کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار کړی وو.
ډاکټر سهېل خان وایي دا ۱۷۵ زده کونکي دا وخت په افغان تعلیمي ادارو کې د ۲۲ چوکیو لپاره تللی دي، په دغو ۲۲ کې شپږ د اېم ډي (طب) شپږ د انجينیرنګ، شپږ د فارمېسي او څلور به د ادبیاتو او په ژورنالزم کې د داخلو ټسټونه ورکوي. ډاکټر سهېل خان وایي زیاتره خلک د افغانستان د اېم ډي پروګرام نه خبر دي
سېپټېمبر پر ۲۳ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته د نوموړي له خوا په یو ثبت شوي تقریر کې نوموړي په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د یو خپلواکه او جمهوري افغانستان جوړولو لپاره دې ورسره مرسته وکړي.
د تاج بي بي په نوم یو مېرمن چې د افغانستان کونړ ولایت له مرورې ولسوالۍ سره تعلق لري، پرلپسې درې خاوندانو ته چې سره ورونه ول، او د افغان ملي پوځ په لیکو کې وژل شوي ول، په نکاح شوې او څلورم ورور ته چې هغه هم په ملي پوځ کې سرتېری دی په نکاح شوې ده.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش هم د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په پرانیستونکې وینا کې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ پیل شویو خبرو ته خوشبیني ښکاره کړه چې هغه به جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
د ښځو چارو رئیسه شافعه نورزۍ وايي، دوی داسې سوله غواړي چې په هغه کې د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو حقوق خوندي وي.
اته ورځې وړاندې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شوې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته