سېپټېمبر پر ۲۳ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته د نوموړي له خوا په یو ثبت شوي تقریر کې نوموړي په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د یو خپلواکه او جمهوري افغانستان جوړولو لپاره دې ورسره مرسته وکړي.
د تاج بي بي په نوم یو مېرمن چې د افغانستان کونړ ولایت له مرورې ولسوالۍ سره تعلق لري، پرلپسې درې خاوندانو ته چې سره ورونه ول، او د افغان ملي پوځ په لیکو کې وژل شوي ول، په نکاح شوې او څلورم ورور ته چې هغه هم په ملي پوځ کې سرتېری دی په نکاح شوې ده.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش هم د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په پرانیستونکې وینا کې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ پیل شویو خبرو ته خوشبیني ښکاره کړه چې هغه به جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
د ښځو چارو رئیسه شافعه نورزۍ وايي، دوی داسې سوله غواړي چې په هغه کې د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو حقوق خوندي وي.
اته ورځې وړاندې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شوې.
په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د کاري ډلو تر منځ د خبرو له پیل یوه اونۍ تېرېږي.
یاد غزلیزماښام د یو شمېر شاعرانو او فرهنګیانو په ګډون د ولسي ملاتړ برنامې لخوا جوړ شوی وو.
دوی د پکتیا یو شمېر ولسوالیو ته د غځیدلو لارو د امنیت خرابولی، په ټوله کې شته امنیتي ګواښونه او هدفي وژنې د هغو ننګونو په توګه یادې کړې، چې د خلکو ژوند يې له ستونزو سره مخامخ کړی.
د خوست پوهنې ریاست چارواکي وايي، یادې سیالۍ له ۱۵ ورځو راهیسې د یو شمېر ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ روانې وې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته