د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان په دې ولایت کې د نوي کابلبانک خدمتونه د قناعت وړ نه بولي او زیاتوي، چې له مشتریانو سره د یاد بانک د مسوولینو او کارکوونکو چلند هم سم نه دی.
تمه ده چې د کابل په دغې انلاین غونډه کې نن د یو شمېر نړیوالو سازمانونو، د امریکا د متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې، ناټو او د افغانستان د ستراتېژيکو شریکانو استازي برخه واخلي.
د دغو دواړو پخوانيو سفارتکارانو او چارواکو ټاکنه پر داسې وخت شوې چې يو خوا د افغان سولې په اړه بين الافغاني مذاکراتو ته تمه پيدا شوې او بلخوا د دواړو هېوادونو تر منځ له څه مودې راهيسې اړيکې زياتې جنجالي شوي دي.
په ننګرهار کې د سولې ولسي حرکت یو شمېر غړي د دې سرلیک لاندې چې "جنګ د څه لپاره " د ننګرهار ولایتي شورا مخته ورټول شوي ول او په افغان دولت او وسله والو طالبانو يې غږ وکړ چې نوره افغان وژنه بنده کړي او د سولې لپاره د مذاکراتو په ټغر سره راټول شي.
د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو پرون د سولې په بهیر کې د افغانانو په مشرتابه او مالکیت د افغان حکومت د ملاتړ په برخه کې پر خپلو همکاریو ټينګار وکړ.
په پلازمېنه کابل کې نن د جولای پر اوومه نېټه د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د ستراتېژیک ډیالوګ په نوم غونډه کېږي.
د افغانستان حکومت وايي، د ښځو چارو وزارت هغه وړاندیز یې تائید کړی، چې له مخې یې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې یوه- یوه ښځه د والي د مرستیال په توګه ټاکل کېږي.
د خوست ښار یو شمېر کاروباریان نیوکه کوي چې په غلام خان بندر کې ځینې چارواکي د دوی د کاروبار پر وړاندې ستونزې جوړوي. دوی وايي د کرنې ریاست چارواکي ددې پر ځای چې لاس په لاس د توکو کیفیت او څرنګوالي چېک کړي، د ترکاریو او تازه میوو موټر په ساعتونوساعتونو لمر ته دروي، چې خرابیږي.
د جولايي لومړۍ نېټې په رپورټ کې دفاع وزارت ويلي چې په افغانستان کې د وسله والې ډلې القاعدې سمييزه څانګه له طالبانو سره لاهم اړيکي پالي.
د دې بحث ترڅنګ به راتلونکې اوونۍ د افغان حکومت او طالبانو د پاتې بندیانو د تبادلې لړۍ چټکه شي. تر اوسه د افغانستان حکومت شااوخوا څلور زره طالبان له زندانونو خوشې کړي دي او طالبانو د افغان حکومت په سلګونه کسان ازاد کړي دي.
افغان ولسمشر اشرف غني وايي، د سولې بهیر ښايي خورا مشکل وي، خو په هېواد کې به د ارامۍ لامل کېږي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته