ښځو د مارچ پر نهمه یوې غونډې ته په وینا کې وویل، افغانې ښځې په هېڅ ډول دې ته حاضرې نه دي چې د هغوی د نېږدې دوه لسیزو لاسته راوړنې او پرمختګونه
په عین وخت کې د غني سیاسي سیال اجراییه رییس عبدالله عبدالله په سپېدار ماڼۍ کې د ولسمشر په توګه د دندې لوړه وکړه.
موږ واپس لاړو، خو بیا د شپې د وزیراعظم د دفاعي چارو مشاور په میډيا بیان جاري کړو چې پکې ویل شوي ول چې موږ دوی ته د يو ځل لپاره د تګ اجازت ورکوو
د افغانستان ملي تلویزون وايي، د تحلیف مراسم د څو ساعتو لپاره ځنډېدلي خو دا چې علت یې څه دی؟ په دې اړه څه نه دي ویل شوي.
خوستۍ ښځې وايي، د پخوا پرتله د ښځو ژوند ښه شوی او هغوی ته څه نا څه د زده کړو او کار شرایط برابر شوي، خو د هغوی حقونو او اړتیاوو ته باید نوره هم پاملرنه وشي.
د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځنې په پار دا نندارتون د جلال اباد ښار د نجونو په الايي لیسه کې د مارچ په اتمه نېټه جوړ شوی و چې د پوهنې ریاست يو شمېر چارواکو هم په کې برخه لرله.
د افغانستان د خوست ملي امنیت ځواکونو د یاد ولایت په مرکز او اړوندو سیمو کې شپږ کسان د ترهګریزو فعالیتونو او یو کس د موټر تښتونې په تور لاس په لاس نیولي دي.
د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې شوې هوکړه کې راغلي چې طالبان به د مارچ پر ۱۰مه له افغان لوري سره بين الافغاني مذاکرات پيلوي چې په اجنډا کې به يې يوه نکته مستقل او جامع اوربند هم وي.
د مارچ په شپږمه، د کابل په کوټه سنګي سیمه کې د حزب وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د ۲۵م تلین پر مراسم غونډې برید ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د مارچ د شپږمې برید پای ته رسېدلی او اوس د پېښې سیمه د امنیتي ځواکونو په ولکه کې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د پېښې له سیمې ۱۸ تنه ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي په افغانستان کې د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره باید په تاوتریخوالی کې سمدستي کموالی راشي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته