د خوست د والي ویاند طالب منګل مشال راډیو ته وویل، چاودنه په یوه موټر سایکل کې له ایښوول شویو باردو شوې.
تړون مشروط دی. که طالبان په دې ۱۴ میاشتني موده کې داسې تصور کوي چې له دغو موافقو ووځي، هر څه سقوط کولای شي
خوستوال د نظام د اساسي بنسټونو پايښت هم د دې هېواد د پرمختګ او د خلکو د یووالي لپاره له اساسي شرطونو څخه ګڼي
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی وايي د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د لوظنامې هرکلي کوي خو په دومره لږ وخت کې د پنځه زرو طالب بنديانو خوشې کول ممکنه نه دي.
د امريکا ولسمشر ويلي که د طالبانو سره لوظنامه په سمه توګه عملي نه شي، د جنګ مېدان ته ستنېدلی شي. خو هغه هيله ښودلې چې د دې ضرورت به نه پېښيږي. نوموړي په يوه خبري غونډه کې دا لوظنامه مهمه وبلله او وې ويل چې دې سره يې په افغانستان کې د خپلې اوږدې جګړې ختمولو خواته مضبوط ګام اخیستی دی
د امريکا ولسمشر ډونلد ټرمپ وايي امریکايي سرتیري به له طالبانو سره د تاریخي تړون له لاسلیک وروسته "سمدلاسه" له افغانستان څخه وتل شروع کړي
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دې تړون متن پر خپله وېبپاڼه خپور کړی چې پکې راغلي چې د طالبانو اسلامي امارت چې امريکا يې په دې نوم نه تسليموي او يوازې طالبان ورته وايي د مارچ پر ۱۰مه به له افغان لوري سره بين الافغاني مذاکرات پيلوي.
د امريکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ پر ۲۹مه د سولې هوکړه لاسليک شوه. د هوکړې مقصد د افغانستان ۱۸ کلنې جګړې ته د پای ټکی اېښودل دی. دا چې په تېرو ۱۸ کلونو کې افغانستان له کومو پړاونو تېر شو، ګل اياز د رويټرز او اې اېف پي اژانسونو د بېلا بېلو ويډيوګانو پر اساس دا ويډيو جوړه کړې.
افغانستان او امریکا پر دې سلا شوي دي چې په افغانستان کې به د تلپاتې سولې لپاره په شریکه کار کوي.
د امريکا او طالبانو ترمنځ نن (د فبرورۍ پر ۲۹مه) د سولې هوکړه لاسليک شوه. ((افغانستان ته د سولې راوستلو تړون)) په نوم د دې هوکړې مقصد د افغانستان څه باندې ۱۸ کلنې جګړې ته د پای ټکی اېښودل دی.
ډېره خلک تمه لري چې د دې تړون تر لاسلیک کېدو وروسته به په افغانستان کې اوربند وشي او د افغانانانو خپلمنځي خبرې اترې به پیل شي.
په دې مراسمو کې به د شاوخوا ۳۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران یا استازي ګډون وکړي. د موافقې د لاسلیک نېټه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ په ۲۱مه اعلان کړې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته