د خوست او پکتیا د منګلو د قوم مشران او ځوانان وايي، چې د نوي مالي کال په بودجه کې د دوی د ولسوالیو لپاره د بیارغونې پروژې په پام کې نه دي نیول شوي.
په کانفرنس کې به د ۲۰ هېوادونو غړي او د ملګرو ملتونو چارواکي شامل وي.
د امريکا د حکومت يوې څارونکې ادارې ويلي چې په افغانستان کې دا مرګ ژوبله تر هغه وروسته رامنځ ته شوې چې کله په ۲۰۰۱م کال کې د امريکا په مشرۍ بريد وشو او د طالبانو رژيم يې ړنګ کړ.
د افغانستان ننګرهار چارواکي وايي چې اته ويشت تنه وسله وال طالبان له خپلو سپکو او درنو وسلو سره د ملي امنیت ځواکونو په هڅو د سولې له بهير سره يو ځای شوي دي.
د فبرورۍ پر شپږمه د خوست د ولایت مقام لخوا ۳۷ تنه یتیم ماشومان چې پلرونه يې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې وژل شوي، د الوتکې له لارې د یو علمي سفر لپاره کابل ته ولیږل شول.
دلته د پیسو او واسطې (سفارش) په زور ویزه په یوه، دوو ورځو کې اخېستل کېږي. موږ له ولایتي ادارې، له مرکز او خارجه وزارت سره دا مشکل شریک
پکتیکاوالو وروسته له هغه لاریون وکړ، چې تېر ماسخوتن ښار ته په درې کیلومتری کې د ښرنې دوه دوکاندران ووژل شول، درېم ټپي شو، خو عاملین يې وتښتیدل.
د عبدالله عبدالله او حامد کرزي په ګډون یو یو شمېر سیاستوالو د افغانستان د سولې لپاره طرحه جوړه کړې ده.
د جنورۍ پر ۳۱مه د خوست یو شمېر نجونو او میرمنو د یوې غونډې له لارې د منظور پښتین او د پښتون ژغورنې غورځنګ نورو نیول شویو غړو د خلاصولو غوښتنه وکړه.
د دغه سازمان په راپور کې راغلي، د ۲۰۱۹ز کال په لومړیو نهو میاشتو کې د دې جګړې له کبله ۲۴۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو راپور کې دا نه ده روښانه شوې چې له دې شمېر یې څومره ماشومان وژل شوي او څومره نور یې ټپیان دي.
د افغانستان ننګرهار چارواکي وايي چې د ملي امنیت ځواکونو په تېره يوه اوونۍ د طالب وسله والو او داعش په ګډون اولس تنه نیولي دي.
د ننګرهار په زندان کې سلګونه بندیان د فلزکارۍ، ترکاڼۍ، خیاطۍ او مهره دوزۍ له لارې نه یوازې دا چې ځانونو ته خرچه ګټي، بلکې يو شمېر يې له زندانه خپلې کورنۍ ته نفقه هم پیدا کوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته