د ناټو عمومي منشي وایي، د دې ضمانت نه شته چې د افغانستان د سولې کمزورې پروسه دې بریالۍ شي خو له دې پرته په دې هېواد کې د شخړو د پای ته رسېدو بله لاره نه شته.
د چارواکو په وینا، چې د حرفوي زده کړو په دې پروګرام کې د لیرې پرتو سیمو ۲۴۰ کسانو برخه واخیسته، چې ۱۲۰ تنه په کې ښځې وې.
سازمان وايي، سږکال په ګرده نړۍ کې په روان زېږدیز کال کې له رسنیو سره تړلي شاوخوا ۵۰ کسان وژل شوي دي.
رضوان مراد وايي، د کابل ښار نفوس شاوخوا ۶ میلیونه دی او دې ته په کتو د دغه ښار د پولیسو شمېر د نړۍ تر بل هر ښار لږ دی ځکه یې د پولیسو شمېر زیاتولو پرېکړه کړې
د افغانستان د بهرنيوو چارو وزارت تير ماښام (د ډېسېمبر پر ۲۴ مه) په خپل يو بيان کې وويل د پاکستان په ځمکه د طالب مشرانو موجودګي او فعاليتونه په سيمه کې د بې ثباتۍ د دوام باعث
خوستي فعالان داسې مهال د خپل فردي او ټولنیز خوندیتوب په اړه انديښنه څرګندوي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په کچه د خبریالانو، مدني فعالانو او د ټولنې د مخکښو افرادو هدفي وژنې او پر هغوی وسله وال بریدونه ډېر شوي دي.
خلیلزاد د ډېسېمبر پر ۲۴مه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "دا ډول قتلون او هدفي وژنې باید بندې شي. افغانان سوله غواړي او اوربند او سیاسي هوکړه بېړنۍ اړتیاوې دي."
له خوسته د کابل په شمول بېلابیلو سیمو ته د سونګ لپاره د لرګیو دې لېږد په خوست کې د ځنګل وهنې په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.
په ورته وخت کې یوناما په افغانستان کې د اورکم غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې تر دوو اوونیو په لنډه موده کې تمه ده چې د سولې مهمې خبرې پیل شي، نو هدفي وژنې او شخړې باید راکمې شي.
یوسف رشید سهار شااوخوا نهه بجې (نن) په ټني کوټ سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې ووژل شو او موټروان یې ټپي دی
په افغانستان کې د دایمي اوربند د ټینګښت امکان، د تاوتریخوالي زیاتېدل او د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ دوام، د دواړه مشرانو د بحث عمده موضوعات وو.
دا ویډیو چې کره نېټه او ځای یې مشخص نه دی، په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، خو یو شمېر رسنیو او ځینو کسانو دا د پاکستان کراچۍ ښار یو روغتون یاد کړی،
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته