د ولسمشر دفتر د ډېسېمبر پر۱۵مه ناوخته په یوه اعلامیه کې وویل، دواړو مشرانو پرون په ارګ کې د کتنې پر مهال د کورونا وایرس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې" د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو د مرستو په کارونو هم خبرې وکړې".
یونېسف وايي، دوی په ۲۰۲۱ز کال کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د مرستې لپاره ۲۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وياند فواد احمدي د دیسمبر په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې د دې لپاره د ټولو خواوو د خوښې يوې لوظنامې پر تيارولو بوخت دي.
د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز د ډېسېمبر پر ۱۲مه سهار مشال راډیو ته وویل چې له لب جر سیمې ۱۰ توغندي له یوه موټره پر کابل ښار توغول شوي.
په ننګرهار کې د انعکاس راډيو ټېلېوېژن خبریالې او ښځینه فعالې د ملالې میوندۍ په ویر د خبریالانو دا تعزیتي او احتجاجي غونډه د ډېسېبمر پر۱۱مه د اطلاعاتو فرهنګ رياست کې تر سره شوه چې پر یو شمېر ننګرهار مېشتو خبریالانو سربېره په کې له خوست او کندهار ولایتو څخه هم یو شمېر خبریالانو ګډون کړی و.
په جلال اباد کې د ملالې میوند له وژل کېدو څو ساعته وروسته د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وویل، چې د انعکاس راډیو تېلېوېژن د خبریالې قاتلان یې نیولي دي.
دوی چې، د ډېسېمبر پر ۱۰مه په خوست کې د فساد پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې راټول شوي ول، د افغان حکومت او نورو بیلابیلو ادارو له مسوولینو وغوښتل، چې د ولسونو د رضایت په خاطر دې د فساد مخنیوی وکړي.
د نوموړې په جنازه کې د هغې وارثانو او ګډونوالو له چارواکو په کلکه غوښتنه وکړه چې عاملین يې پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.
ناټو وايي، په ځانګړې توګه د طالبانو تاوتریخوالی د سولې بهیر ته زیان اړوي.
د ټورنمنټ په لومړۍ ورځ دوه لوبې وشوې چې يوه يې د عباد قریشي کريکټ کلب او بله هغه يې د خېوې زلمي کريکټ کلب وګټله.
ناکامورا د تېرو شپاړسو کلونو په موده کې د کونړ پر سیند د ننګرهار خېوې، کامې او بهسودو ولسواليو ته سربندونه جوړ کړي، په زرګونو جریبه دښتې يې خړوبې کړې او په بېلابېلو ولسواليو کې يې ښوونځي، مدرسې او کلینکونه هم جوړ کړي ول.
په پاکستان کې روغتيا څانګې وېبپاڼې ترمخه په په تېر يوه شواروز کې له کورونا وایرسه ۶۰ کسان مړه شوي او ۲،۹۶۳ کسان یې ناروغه کړي دي چې دغه ډول د ټولو نارغانو شمېر څلور لکه او څه باندې ۲۶ زرو ته رسېدلی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته