د کورنیو چارو وزارت وايي، چاودنه د اکتوبر ۱۸مې پر سهار شاوخوا ۱۱ بجې په مرکز فېروز کوه کې د ښځو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو مخې او امنیه قوماندانۍ ته نېږدې شوې.
امرالله صالح د اکتوبر پر ۱۶مه اعلان وکړ چې د ولسمشر محمد اشرف غني په سپارښتنه د کابل ښار د امنیت چاري يې پر غاړه اخیستي او په دې برخه کې به په هېڅ مجرم رحم ونهکړي.
د بښنې نړیوال سازمان پر دواړو خواوو غږ کړی چې د ((بشري ناورین)) مخنیوي لپاره دې ولسي وګړو ته له ښاره د وتلو ((محفوظه لار)) ورکړي.
له ۳۰ کلن ځنډ وروسته کابو درې میاشتې وړاندې د خان عبدالغفار خان (باچا خان) په مزار افغان دولت یوه اساسي ودانۍ جوړه کړه چې دا ودانۍ اوس د عدم تشدد د لارویانو په فکري مرکز اوښتې.
د افغانستان د پلاوي یوې غړې ناجیې انوري بېګا مشال راډیو ته وویل چې په دې ناسته کې د اختلاف پر موضوعاتو جدي بحثونه وشو او هوکړه وشوه چې د حل لپاره دې غونډې دوام وکړي.
د افغانستان د ننګرهار ولایت د ښځو چارو ریاست کې په سلګونو ښځو د یوې غونډې په تر سره کولو سره د اوسني جمهوري نظام ملاتړ اعلان کړی دی.
د ننګرهار د بېلابېلو ولسوالیو په سلګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو او د ولسي جرګې او ولایتي شورا یو شمېر غړو د یوې غونډې په ترڅ کې چې د اکتوبر په اتمه نېټه د ننګرهار د سرحدونو
د نوموړي د جنازې لمونځ په شېرزي لوبغالی کې ادا او د سرخردو ولسوالۍ هجرت کلي هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
حمدالله ارباب وايي د سولې لپاره انځورګري او وطني کار به په ژوند پرېنږدي
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د اکتوبر پر څلورمه سهار مهال په دوو بېلا بېلو پېښو کې څلور تنه وژل شوي او دوه نور ټپي شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته