افغان ولسمشر وویل، د کابل او اسلام اباد ترمنځ باید رغوونکې همکاري پیدا شي خو دا باید د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو پرېکېدو له ځایه پیل شي
د افغانستان ولسمشر په دې باور دی چې د طالبانو وسلهوال له جګړو ستړي شوي دي، خو مشران یې باید له سولې څخه واک ته د رسېدو لپاره د یوې وسیلې په توګه استفاده ونه کړي.
خان عبدالغفارخان ( باچا خان) په ۱۸۹۰ ز کال د خیبر پښتونخوا چارسدې په اتمانزو کې زیږېدلی وو او په ۱۹۸۸ ز کال د جنوري په شلمه نېټه په پېښور کې ومړ او د هغه له وصیت سره سم په جلال اباد کې د هغه په خپل کور کې خاورو ته وسپارل شو.
وزیر اعظم عمران خان او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره کتلي او د سیمې په امنیت او خپل مینځي اړیکو يې خبرې کړې دي.
د افغانستان په ختيځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوولین وايي، په ۲۰۱۹م کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۵ پېښې ثبت شوي چې د ۲۰۱۸م کال په نسبت پکې ۱۳ اعشاریه ۲۲ سلنه کموالی راغلی دی.
د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د طالبانو او زلمي خلیلزاد ترمنځ موافقه چې د لاسلیک کېدو خبرې یې کېږي، د افغانستان له حکومت سره مستقیماً ارتباط نه لري، خو دوی یې له جریانه خبر دي.
د ننګرهار دیني عالمان وایي، د جګړې ښکېلې خواوې دې د سولې فرصت له لاسه نه ورکوي او د بې ګناه خلکو له وژنې دې لاس واخلي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو مشرانو د قطر په پلازمینه دوحه کې په دویمه ورځ په ناسته کې د افغانستان سولې په اړه خبری کړي دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ویلي، امریکا باید له افغانستانه د سرتېرو تر اېستلو وروسته هم هغه هېواد ته ژمنه پاتې شي.
رحیمي دا څرګندونې تر هغې څو ساعته وروسته وکړې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل، طالبانو له امریکا سره د موافقې لپاره په افغانستان
اژانس لیکي، د ډزبندۍ دا وړاندیز په افغانستان کې د سولې تړون او له هغه هېواده د امریکایي سرتېرو وتلو او هلته د اتلس کلنې امریکایي جګړې ختمېدا یوه موقع ده.
حکومت وايي، پر مسلم باغ پر کاڼ مهترزيي یې له وارو بند شوی سړک اوس خلاص کړی دی او هلته د سورلۍ تر ۸۰ پورې ولاړې ګاډۍ خپلو سیمو ته رهي شوې دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته