حکومت وايي، پر مسلم باغ پر کاڼ مهترزيي یې له وارو بند شوی سړک اوس خلاص کړی دی او هلته د سورلۍ تر ۸۰ پورې ولاړې ګاډۍ خپلو سیمو ته رهي شوې دی.
د افغانستان د ننګرهار چارواکي وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې د ملي امنیت ځواکونو ۱۹تنه د بېلابېلو ترهګري او جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
مياخېل: موږ چې څومره عملیات په ننګرهار کې کړي، هلته موږ دايمي پوستې اچولې دي. هلته مو د پوستو د حمايه کولو په خاطر بېزونه جوړ کړي دي.
په دې ملي کمپاین کې ښځې د غونډو له لارې له افغان حکومت، طالبانو او نړیوالو بنسټونو غواړي، چې د قطر د دوحې په بین الافغاني خبرو اترو کې دې، د ښځو د حقونو مساله او د شته پرمختګونو ساتل کېدل په پام کې ونیول شي.
د لويې پکتیا خلک او مساپر د عربي متحده اماراتو د سیاحتي ویزو د مودې پر ډېریدو خوښي څرګندوي او وايي، په دې سره به نه یوازې هغه ځای ته تګ او راتګ اسان شي، بلکېد دوی په سوداګرۍ او کاروبار کې به هم ورسره ښه والۍ راشي.
د ننګرهار چارواکي وايي کوم ماشومان چې دوی ساتي، وارثینو ته يې په کار ده چې راشي، ولایت ته درخواست وکړي، ریاست ترې يو ځايي ضمانت اخلي، او بیا يې ورته سپاري.
دغه تسلیم شوي طالب وسله وال د ننګرهار چارواکو د ملي امنیت ریاست په انګړ کې د جنورۍ په شپږمه نېټه د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د خبریالانو پر وړاندې ودرول.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي، لسګونه هغه ښځې او ماشومان یې کورنیو ته سپارلې دي چې په تېراکتوبر او نومبر میاشتو کې
د جنورۍ پر درېیمه په شپه خوست کې د پکتیا، پکتیکا، لوګر، کابل او جنوبي پښتونخواد شاعرانو او فرهنګیانو په ګډون فرهنګي ماښام جوړ شوی وو.
د خوست چارواکي وايي، د دې ولایت د اقتصادي پرمختیا او خلکو لپاره د کار موندنې د فرصتونو د برابرلو په خاطر به د پانګونې اسانتیاوې ډېرې کړي.
یوشمېر کارپوهان په دې باور دي، چې په بغداد کې د ایران د قدس ځواکونو عمومي قوماندان قاسم سلیماني وژل کېدل به ایران دې ته اړ باسي چې په افغانستان کې له خپلو نیابتي ډلو د امریکا ګټو او تاسیساتو پر وړاندې کار واخلي.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، تر هغه وخته وسله وال مخالفین هدف ګرځوي چې واقعي سولې او اوربند ته یې غاړه نه وي ایښي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته