د لويې پکتیا خلک او مساپر د عربي متحده اماراتو د سیاحتي ویزو د مودې پر ډېریدو خوښي څرګندوي او وايي، په دې سره به نه یوازې هغه ځای ته تګ او راتګ اسان شي، بلکېد دوی په سوداګرۍ او کاروبار کې به هم ورسره ښه والۍ راشي.
د ننګرهار چارواکي وايي کوم ماشومان چې دوی ساتي، وارثینو ته يې په کار ده چې راشي، ولایت ته درخواست وکړي، ریاست ترې يو ځايي ضمانت اخلي، او بیا يې ورته سپاري.
دغه تسلیم شوي طالب وسله وال د ننګرهار چارواکو د ملي امنیت ریاست په انګړ کې د جنورۍ په شپږمه نېټه د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د خبریالانو پر وړاندې ودرول.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي، لسګونه هغه ښځې او ماشومان یې کورنیو ته سپارلې دي چې په تېراکتوبر او نومبر میاشتو کې
د جنورۍ پر درېیمه په شپه خوست کې د پکتیا، پکتیکا، لوګر، کابل او جنوبي پښتونخواد شاعرانو او فرهنګیانو په ګډون فرهنګي ماښام جوړ شوی وو.
د خوست چارواکي وايي، د دې ولایت د اقتصادي پرمختیا او خلکو لپاره د کار موندنې د فرصتونو د برابرلو په خاطر به د پانګونې اسانتیاوې ډېرې کړي.
یوشمېر کارپوهان په دې باور دي، چې په بغداد کې د ایران د قدس ځواکونو عمومي قوماندان قاسم سلیماني وژل کېدل به ایران دې ته اړ باسي چې په افغانستان کې له خپلو نیابتي ډلو د امریکا ګټو او تاسیساتو پر وړاندې کار واخلي.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، تر هغه وخته وسله وال مخالفین هدف ګرځوي چې واقعي سولې او اوربند ته یې غاړه نه وي ایښي.
په خوست کې د کارخانو او کوچنیو فابریکو مالکان غوښتنه کوي چې افغان حکومت دې د ډېرې پانګونې لپاره، هغوی ته ځمکه او د اړتیا وړ برښنا برابره کړي.
په افغانستان کې طالب زندانيان د امريکې او طالبانو ترمنځ ممکنه سولې تړون ته هيله من دي او د خپلې ازادۍ ښه موقع يې بولي.
د ننګرهار ولايت ویاند عطا الله خوږياڼی وايي، هغه نارينه (وسله وال) چې جګړه یې کړې وه او د ناتوانۍ له امله تسليم شوي دي، له دوی سره به قانوني چلند ترسره کېږي.
د ننګرهار اوسېدونکي او کاروباریان وایي، په دغه ولایت کې د حکومتي ادارو له خوا پر پاکستاني روپیو د معاملاتو تر مخنیوي وروسته، د افغانیو وړو بانک نوټونو کموالي یې کاروبار اغیزمن کړی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته