د افغانستان لپاره د امریکا درو پخوانیو سفیرانو خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د سولې د تړون مسوده چې له مخې به یې ټول بهرني ځواکونه له دغه هېواده وځي، ښایي خطرناکې کورنۍ جګړې ته لار هواره کړي.
د افغانستان لویه څارنوالي وايي، ژر به یو پلاوی ننګرهار ته واستوي چې په دې ولایت کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه څېړنې وکړي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په ننګرهار کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په اړه په یوه فوقالعاده غونډه کې وویل چې د ملي امنیت پخواني عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزي استعفای یې منلې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د سېپټېمبر پېنځمې مازیګر مهال د نوم نه ښودو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې "خلیلزاد دوحې ته
د یوې باخبره ډیپلوماتیکې سرچینې له لوري ازادي راډیو ته رسېدلي معلومات او لېستونه ښيي چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر زلمي خلیلزاد ته د پنځو زرو طالب بندیانو نوملړ سپارلی دی.
نړیوالې څېړنیزې ادارې ګیلپ په تازه نظرپوښتنه کې ویلي دي چې د زیاتره افغانانو پر خپلو ادارو او انفراسټرکچر باور کم شوی دی.
د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي انتخاباتي ټیم لومړی مرستیال د سولې روانې هڅې دسیسه بولي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چاودنه سهار شاوخوا ۱۰ بجې د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې شوې.
نهو پخوانيو امریکايي سفیرانو خبرداری ورکړی دی که امریکا د افغان حکومت او طالباتو ترمنځ تر یوه "ریښتوني"جوړجاړي مخکې له افغانستانه خپل سرتېري واېستل نو دا هېواد به یوې "بشپړې کورنۍ جګړې" ته ولوېږي.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چاودنه د نهمې حوزې په مربوطاتو کې ګرین ویلیج یا شنې ساحې ته نږدې شوې ده.
خلیلزاد د سېپټېمبر پر لومړۍ له طالبانو سره د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې ختمولو په موخه د نهم پړاو خبرو تر پای وروسته کابل ته ولاړ.
د سیاسي چارو افغان شنونکي وايي، د سولې بین الافغاني ناسته او د مذاکراتي ټيم جوړول کابل ته د زلمي خلیلزاد د سفر مهم اهداف دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته