خلیلزاد د سېپټېمبر پر لومړۍ له طالبانو سره د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې ختمولو په موخه د نهم پړاو خبرو تر پای وروسته کابل ته ولاړ.
د سیاسي چارو افغان شنونکي وايي، د سولې بین الافغاني ناسته او د مذاکراتي ټيم جوړول کابل ته د زلمي خلیلزاد د سفر مهم اهداف دي.
د امریکا د حکومت خاص استازی زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د سولې په اړه د وسله والو طالبانو له سیاسي استازو سره خبرې کوي.
افغان چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه( د سېپټمبر لومړۍ) د پلخمري ښار پر دوو سیمو حمله کړې ده.
د اګست پر ۳۱مه د افغانستان په خوست ولایت کې د پښتنو او بلوڅو د یووالي ورځ ولمانځل شوه. د وزیرستانیو کډوالو یو مشر ملک حبیب خان مده خېل وویل، د کرښې په دواړو لورو کې د پښتنو او
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي چې له امریکا سره د دې ډلې په مذاکراتو کې د موافقې متن وروستی شوی او نن یې د اجرا د څرنګوالي په اړه خبرې روانې دي.
د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند مشال راډیو ته وویل چې په دوحه کې د جمعې په ورځ خبرې ځنډېدلې وې.
طالبانو له دې وړاندې په ۲۰۱۵م کال کې هم پر کندز ښار بريد کړی و او تر څو ورځو يې په ولکه کې و چې بيا وروسته د افغان او ناټو ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې پر شا وتمبول شول.
ټرمپ د اګست پر ۲۹مه وویل، په افغانستان کې به د خپلو سرتېرو شمېر ۸،۶۰۰ ته ښکته کړي او تر هغې وروسته به بیا نور "تصمیم نیسي."
د اګست پر ۲۹مه، ځینې پټمخي کسان خبریالانو ته وښوول او ورته یې وویل چې دا کسان یې د ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال نیولي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د امریکا له مذاکراتي ډلې سره يي د شپې تر دوه نیمو بجو خبرې وشوې چې ملا عبدالغني برادر او زلمی خلیلزاد هم پکې موجود ول.
ډنفرډ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په افغانستان کې د "ترهګرۍ ضد موخو ته رسېدل باوري کول غواړي" او دا چې د سرتېرو
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته