ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، له طالبانو سره د مذاکراتو ختمولو پرېکړه یې خپله وه.
افغان حکومت وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روان مذاکرات ناقص وو او که هوکړه شوې وای، ناوړه پایلې یې رامنځته کولې.
د امریکا د بهرنیو چا رو وزیر مایک پامپیو وايي، طالبانو د کابل په ډېپلوماټیکه سیمه کې په موټربمي برید، چې یو امریکايي پوځي هم پکې ووژل شو، له حده واوښتل
د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا له طالبانو سره په کیمپ ډیویډ کې د لیدنې او د سولې د خبرو پر لغوه کېدو د فرانسې خبري اژانس لیکلي، دا لومړی ځل نه دی چې امريکا غوښتل له اسلامپالو سره يوه معامله وکړي.
پاکستان، افغانستان او چین پر سیاسي او مفاهتمي عمل، د سیمې د سولې او ثبات، پرمختیايي او امنیتي همکارۍ زیاتولو او د ترهګرۍ پر ضد په ګډو هڅو سلا شوي دي.
ولسمشر ټرمپ د سېپټېمبر اوومې پر مازیګر پر ټوېټر په بیان کې ویلي، په پام کې وه چې د سېپټېمبر پر اتمه په کیمپ ډېوېډ کې له طالب مشرانو سره وویني.
د افغانستان لپاره د امریکا درو پخوانیو سفیرانو خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د سولې د تړون مسوده چې له مخې به یې ټول بهرني ځواکونه له دغه هېواده وځي، ښایي خطرناکې کورنۍ جګړې ته لار هواره کړي.
د افغانستان لویه څارنوالي وايي، ژر به یو پلاوی ننګرهار ته واستوي چې په دې ولایت کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه څېړنې وکړي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په ننګرهار کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په اړه په یوه فوقالعاده غونډه کې وویل چې د ملي امنیت پخواني عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزي استعفای یې منلې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د سېپټېمبر پېنځمې مازیګر مهال د نوم نه ښودو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې "خلیلزاد دوحې ته
د یوې باخبره ډیپلوماتیکې سرچینې له لوري ازادي راډیو ته رسېدلي معلومات او لېستونه ښيي چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر زلمي خلیلزاد ته د پنځو زرو طالب بندیانو نوملړ سپارلی دی.
نړیوالې څېړنیزې ادارې ګیلپ په تازه نظرپوښتنه کې ویلي دي چې د زیاتره افغانانو پر خپلو ادارو او انفراسټرکچر باور کم شوی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته