د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د اګست اوومې په موټر بم چاودنه کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپیان دي.
د ولسمشرۍ انتخاباتي ټیمونه د طالبانو ګواښ بابیزه بولي او وايي چې افغان ولس د خپل راتلونکي په اړه له هېچا وېره نه لري او د پخوا په څېر به یو ځل بیا په انتخاباتو کې ګډون وکړي.
خلیلزاد ویلي، دی له طالبانو سره د درې ورځنیو خبرو پس هند ته سفر کوي. ټاکل شوې وه چې نوموړی به د اګست پر پنځمه هند ته روانېدلو.
په کابل کې د خورشید ټېلېوېژن پر کارکوونکو د اګست څلورمې د برید ذمه واري هېڅ ډلې نه ده منلې، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي،
د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو د اګست پر څلورمه په استرالیا کې وو او هلته یې د افغانستان په اړه د امریکا د دریځ په اړه وویل: "د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ
په قطر کې د سولې په اړه د خبرو د اتم دور له پیل سره سم د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، څوک دې په دې کې شک نه کوي چې د سولې په پروسه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت پرسر معامله نه شي کېدای.
دوی زیاتوي، د ډاکټرانو ټیمونه به د خپلو کلینکونو د تشخیص له وسایلو او درملو سره لیرې پرتو سیمو ته ځي او د یو منظم پلان له مخې به په دوامداره توګه د اړمنو او غریبو بیمارانو درملنه کوي.
واشنګټن پوسټ، سي اېن اېن او د جرمني خبري اژانس د اګست پر لومړۍ خبر ورکړ چې د سولې له موافقې سره سم، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر به
په افغانستان کې د سولې په تړاو له روانو هڅو سره هممهاله، پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د سولې خبرې اوس مهم پړاو ته رسېدلي دي.
خلیلزاد وویل، د افغانستان په باب په پاکستانۍ تګلاره کې مثبت بدلون لیدل کېږي او اسلام اباد غواړي چې د سولې پروسې سره مرسته وکړي.
د خوست دیني عالمانو او ځوانانو د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل، چې په دې هېواد کې د روانو ناخوالو او وژنو د پای ته رسولو په خاطر په خپلو کې سوله وکړي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپل فېسبوک لیکلي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ نور ولسي افغان وګړي د دې چاودنې ښکار شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته