د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جان بس ویلي چې انتخابات او سوله دواړه مهم دي، خو امریکا ته په افغانستان کې سوله تر هر څه لومړیتوب لري ځکه سوله د افغانستان خلکو ته تر هر څه لومړیتوب لري.
په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه مذاکره کوونکو ویلي، په اکثرو مواردو کې موافقې ته رسېدلي دي. د امریکا او وسله والو طالبانو د سیاسي استازو ترمنځ د خبرو د نهم پړاو دوهم دور پرون (د اګست پر ۲۳مه) پیل شو.
غني وویل، طالبان د هېواد یوه برخه دي، خو د هېواد د برخلیک ټاکونکي نه دي. انتخابات د خلکو حق دی او د افغانستان خلکو پرېکړه کړې
یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط رویټرز اژانس ته ویلي چې ټاکل شوې خلیلزاد کابل ته سفر وکړي چې "افغان چارواکي د سولې
((له پولو اخوا ته)) په نوم غونډه کې افغان ګډونوالو پر دې خبرې ټينګار وکړ چې پاکستان کولای شي طالبان له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کېنوي، خو د غونډې پاکستانيو ګډونوالو بيا نظر لاره چې پاکستان پر طالبانو دومره نفوذ نه لري چې څومره ترې افغانستان تمه کوي.
د اګست ۲۰مې شپې مهال پر ټوېټر لیکلي چې په واشنګټن کې یې ګټوره اوونۍ لرله، مشرانو ته یې له طالبانو سره د خبرو د مرحلې او په راتلونکې کې
د افغان اتلانو له لوري دولت ځدراڼ او فريد احمد ۲-۲، شاپور ځدراڼ او ضيا شريفي ۱-۱ لوبغاړي وسوځاول.
د ننګرهار ملکي او نظامي چارواکي د خپلواکۍ د ګټونکي غازي امان الله خان مزار ته ورغلل او د ګلونو ګېډې يې پرې کېښودې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، ژوبل کسان د جلال اباد او خوږیاڼیو بېلا بېلو روغتونونو ته وروړل شوي چې پکې زیاتره یې تر درملنې وروسته رخصت شوي.
پاکستان د افغان ولسمشر د تازه څرګندونو په غبرګون کې لا څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې وسله والو ته د پټنځایونو ورکولو او د هغوی د ملاتړ تورونه رد کړي.
په کابل کې تېر ماخوستن په يوه هوټل کې د واده د مراسمو پر مهال چاودنه وشوه. په چاودنه کې ۶۳ تنه وژل شوي او ۱۸۲ تنه ټپیان دي.
ځانمرګی برید شپې پر ۱۰ بجو او ۴۰ دقیقو پر دارالامان سړک د "شهر دوبۍ" په نوم د هوټل په تالار کې شوی چې پکې شاوخوا ۱،۰۰۰ کسان حاضر ول.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته